<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-03 16:02:16    
يو ښار دوه اړخونه (١)

cri

درېيمه ورځ : سه شنبه ، د نومبر ٢٨ مه ٢٠٠٦

سهار وختي په ټاکل شوي وخت د هوټل يوې کارکوونکې د تليفون په زنګ له خوبه پاڅولم . دغه مهال لا د سهار لمانځه وخت نه و . له جامو بدلولو وروسته د بکس په ترتيبولو بوخت وم چې سپوږمۍ زنګ وواهه او راته يې ويل . په لابي ( د لانديني پوړ په ستر دهلېز ) کې منتظره يم .

له خونې راکوز شوم . اضافي کالي مو د هوټل مېلمه پالې ته پرېښودل او د باندې ووتو . توند سوړ باد لګېده نو ځکه په بيړه موټر ته وختو . له سپوږمۍ سره بيا هم د دفتر موټر و . دواړه د هوايي ډګر په لوري وخوځېدو . سپوږمۍ خوبجنه وه ، نو تر هوايي ډګره ارامه ويده شوه .

بېجينګ هوايي ډګر په پرمختلليو وسايلو سمبال دی . دغه ډول وسايل ، د اسلام أباد ، ډيلي او ډاکې په هوايي ډګرونو کې نه تر سترګو کېږي . سپوږمۍ يوه ماشين ته ودرېده، خپل پېژند کارټ يې ورواچاوه . د ماشين په پرده ( سکرين ) يې هغه ټنۍ ته ورته ځايونه کښېکاږل او په درنګ شېبه کې يې الوتکې ته د ختلو کارټ له ماشين څخه راووت او بيا ورپسې يې خپل وراچولی کارت هم کړس له ماشين څخه راووت . دغو ماشينونو چارې ډېرې اسانې کړي او کار په خورا چټکتيا تر سره کېده . سپوږمۍ له ما هم پاسپورټ واخيست او د عکس پاڼه يې ددغه ماشين په ځانګړي ځای کې ننويسته ، خو څه ځواب يې ورنه کړ . دوه ځله يې هڅه وکړه، خو بيا هم بريالۍ نه شوه . ښي اړخ ته مخامخ په ليکه کې د مېز تر شا ناستې نجلۍ چې د سر له پاسه يې زموږ د الوتنې شمېره ليکلې وه ورغله او زما پاسپورټ يې ورکړ ، چې بيا مسوولې نجلۍ په چټکۍ زما لپاره الوتکې ته د ختلو کارټ راکړ .

په بېجينګ هوايي ډګر کې ډېره پرمختللې ټېکنالوژي کارول شوې او له دې سربېره هوايي ډګر ډېر لوی هم دی او ډېرې اسانتياوې لرې . مساپر که په انګريزي يا چينايي ژبه پوه شي ، نو لاره نه ترې ورکېږي ، هر ځای د لارښوونې لوحې ليکل شوې او تر څنګ يې غشي رسم شوي دي . په ترمينل کې مساپر د ستړيا احساس نه کوي ، ځکه چې د ناستې لپاره ورته ښه ځايونه جوړ شوي دي . په ترمينل کې مو الوتکې ختلو لپاره ډېر انتظار ونه کړ . الوتکه بيا هم China Southern Airline له هوايي کرښې څخه وه . دا ډېره ستره الوتکه وه ، په هره ليکه کې اته څوکۍ وې . د الوتکې مېلمه پالې د سورلۍ لپاره لارښوونې پيل کړې چې کمربندونه مو وتړئ . موبايل ټليفون او نور برېښنايي وسايل لکه مخابره او سټکلايت ټليفون مو مړه کړئ . لپټاپ کمپيوټر تر هغه نه شئ کارولئ چې الوتکه ښه پورته شوې نه وي . که له تنفسي ستونزې سره مخ شئ څه به کوئ، د ګواښ په وخت د تېښتې او وتلو لاره کومه ده ؟ په الوتکه کې په کلکه سېګرېت څکول منع دي . که څوک په الوتکه کې سېګرت وڅکوي تر ٢٥ زرو ډالرو پورې به جريمه شي . دغه پيغامونه او لارښوونې په انګليسي او چينايي ژبو وويل شول . او بيا الوتکې د شانګهای په لوري الوتنه پيل کړه .