<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-03 16:43:07    
د اويغوری قوم د موسيقو پيرو او خپرونکی عبدالله

cri

د چين په شينجيانګ کې د اويغوری قوم يو مشهور سندرغاړی شته چې عبدالله نوميږی او نندارچيان او اوريدونکي له هغه سره ډيره مينه لری٠ ده په دوديزو موسيقو کې عصری موسيقي عناصر شامل کړی او ځايي قومی موسيقو ته يې دوام او نوښت ورکړی دی٠ د ده هره ننداره د نندارچيانو تاوده احساسات راپارولای شی٠

عبدالله د شينجيانګ د مارالبېشی ولسوالۍ په يوه اويغوري کورنۍ کې وزيږيد چې پلار يې په خپله سيمه کې يو مشهور سندرغاړی و او کله نا کله يې په شاوخوا سيمه کې د سندرو ويلو نندارې کولې ٠ عبدالله د پلار تر اغيزو لاندې په شپږ کلنۍ کی په سندرو ويلو او هنری نندارې پيل وکړ٠ ده د ځوانۍ په وخت کې د شينجيانګ په هنری پوهنځی کی د څلورو کلونو سيستماتيکې روزنې له ترلاسه کولو وروسته د موسيقۍ نوښت په لار کې ګامونه پورته کړي او ورپسی يې له خپلو څو دوستانو سره يو ځای په اويغوری ژبه د سندرو لومړی ځانګړی کيسټ ثبت کړ٠ هغه په دې هکله وويل :

ٌ په هغه وخت کی د سندرو د يو ځانګړی کيسټ خپرول يو ډير ګران کار و٠ ځکه چې يوازی مشهورو سندرغاړو د سندرو ځانګړی کيسټ صادرولای شو، خو زه يوازی يو نوی سندرغاړی وم ، د موسيقو هيڅ شرکت نه غوښتل چې زما لپاره د سندرو ځانګړی کيسټ ثبت کړي٠ نو ما له څو ملګرو سره پخپله د يو کوچنی ټيپ ريکاردر په وسيلې په يو کيسټ کې دولس سندرې ثبتې کړې ٠ دا زما لومړی ځانګړی کيسټ و ٠ ٌ

نامنتظره خبره دا وه چې په دغه کيسټ کی ثبتې شوې سندرې ژر د شينجيانګ

په ټوله سيمه کې خپرې شوې٠ له هغه وخت راهيسی په اتلسو کلونو کې عبدالله د سندرو څه دپاسه لس ځانګړی کيسټونه ثبت کړل او هر يو ډير تود بازار لری ٠

عبدالله له ځايي او سيمه ايز کلتور څخه د جوهر د اخيستلو په بهير کې لرغونی اويغوری موسيقي له عصری اليکترونيکی موسيقو سره يو ځای کړی او په بريالی توګه يې هغو ځايی موسيقو ته نوی ژوند ورکړی چې د له منځه تللو له خطر سره مخامخ وې٠ هغه وويل :

ٌ يوه ورځ ما د شينجيانګ په جنوب کی د سندرو ويلو په يوه ننداره کې د برقي موسيقي الاتو د غږلو په ملګرتيا په نوی شکل سره د لرغونی سندرو ( دوولسو مقامونو ) ويلو ازموينه وکړه او برياليتوب مې ترلاسه کړ٠ له دوولسو مقامونو څخه د داولانګ مقام اصلأ په شينجيانګ کې د له منځه تللو له خطر سره مخامخ دی، خو زما له نوموړی نندارې وروسته د دغه مقام ځينی پارچې ماشومان هم ويلای شی٠ ٌ

د داولانګ مقام د شينجيانګ د اويغوری قوم ځانګړی موسيقی ده او لرغونی تاريخ لری٠ عبدالله چې د داولانګ مقام د سرچينې په سيمه کې زيږيدلی، د دغه ولسی هنری ګوهر د خپرولو لپاره يې سخت کوششونه کړيدي٠ د شينجيانګ مشهور موسيقي جوړونکی ليو شيانګ وويل :

ٌ د شينجيانګ موسيقۍ په نړۍ کې هم ډير مشهورې دي او د موسيقو زيات نړيوال ماسټران هم د اهنګونو ليکلو په بهير کې د شينجيانګ موسيقی عناصر کاروی٠( مقام ) د شينجيانګ د موسيقی عناصرو سرچينه ده٠ ويل کيږی چې عبدالله د داولانګ مقام پيرو او خپروونکی دی، څرنګه چې هغه له کوچنيتوب څخه د دغه ډول موسيقو په چاپيريال کې ژوند کاوه، نو د موسيقو په اړه ځانګړی نظريې لری٠ٌ

د عبدالله لخوا د مقامونو ويل د شينجيانګ د سيمه ايزو دوديزو موسيقو د خپرولو ګوهر دی، له اوږدې مودې راهيسی هغه په وار سره په ويغوري ژبه د سندرو څه دپاسه لس کيسټونه ثبت کړي او په ٢٠٠٦ کال کې يې لومړی ځل د چين په ملی ژبه د ځوانانو د مينې او احساساتو په هکله د سندرو يو کيسټ ثبت کړی چې ټول چين ته خپور شو٠ څرنګه چې دغه کيسټ تود بازار لری ، نو تر اوسه پوری دری ځله چاپ شويدي٠

ښاغلی عبدالله نه يوازی د شينجيانګ يو مشهور سندرغاړی دی، بلکې له ټولګټو او خيريه چارو سره هم مينه لری او څو څو ځله يې د شينجيانګ په جنوبی سيمه کې خيريه نندارې کړي چې ترلاسه شوی ټولې پيسی يې ځايی خلکو ته د بسپنې په توګه ورکړې٠ هغه وويل :

ٌ ما د کوچنيتوب په وخت کی هيله درلوده چې د زياتو عايداتو له ترلاسه کولو وروسته له بې وزلو خلکو او په تيره بيا له زده کړو څخه له بی برخې کليوالو ماشومانو سره مرسته وکړم٠ اوس زما دغه هيله ترسره کيدای شی او بايد تر وسې پوری له دوی سره مرستې وکړم ٠ ٌ

عبدالله د شينجيانګ د اويغوری قوم د سندرو يو وتلی پيرو دی، هغه له سندرو ويلو سره مينه لری او په مداومه توګه به د سندرو ويلو له لاری له شينجيانګ سره خپله مينه څرګنده کړي٠