<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-03 16:48:53    
د چين د ٌ دولونګ ٌ قوم

cri

د ٌ دولونګ ٌ قوم نفوس څه دپاسه اووه زره څلور سوه تنه دی او د چين د جنوب لويديځ د يون نان په ولايت کښی د ګونګ شان په نامه د ٌ دولونګ ٌ او ٌ نو ٌ قومونو په خودمختاره ولسوالی کی اوسيږی، څرنګه چه دوی نسل په نسل د ٌ دو لونګ ٌ په نامه د سيند په دوو غاړو کښی ژوند کوی، نو د قوم نوم يی هم په ٌ دو لونګ ٌ ياديږی٠ دا قوم ځانګړی ژبه لری ، خو قومی ليک دود نه لری ، خلک يی د څو ارباب الانواعو او د غرونو، سيندونو، لويو ونو او سترو ډبرو په شمول د طبيعی شيانو پرستش کوی٠ پخوا د دی قوم ټولنيز توليدی قوت ډير ټيټ و چه د لرګيو او باڼسو له وروسته پاتی او ساده وسائلو څخه په استفادې سره به يی په زراعتی توليدی چارو لاس پوری کاوه او د وحشی شيانو ټولول ، کب نيول او ښکار کول هم د دوی توليدی کارونه وو٠ په ١٩٤٩ کال کښی د چين د ولسی جمهوريت له جوړيدو نه وروسته د ٌ دو لونګ ٌ قوم دا وروسته پاتی حالت په پوره توګه بدل شويدی٠ د دی قوم خلک زحمتکښان او ميلمه پالوونکی دی، د دوستانو ترمنځ دوستۍ ته ستر اهميت ورکوی ، کله چه يو کور مشکلات ولری، ټول کليوال ورسره مرسته کوی ، کله چه يو وحشی ژوی ښکار کړی، ټولو هغو خلکو چه په ښکار کښی يی برخه واخيستی وه ، يوه برخه ترلاسه کولای شی٠ دوی متقابل اعتماد ته په درنه سترګه ګوری ، د ژمنې وفا کوی او غوره اخلاق لری ٠ ان په تاريخ کښی د ٌ دو لونګ ٌ قوم داسی قوم ګڼل کيده چه د کور دروازه به يی نه کلپوله ٠ تر اوسه پوری دوی تل دا لرغونی او سپيڅلی ټولنيز اخلاق ساتی چه په شپه کښی د خپل کور دروازه نه تړی او د نورو خلکو ورک شوی شيان نه خپلوی ٠

د ٌ دو لونګ ٌ د قوم د خلکو کورونه عمومأ د دو لونګ سيند د دوو غاړو په لمنو کښی له باڼسو څخه جوړ شوی او يو ډول دوه پوړيزې ودانۍ دی چه پاسنی پوړ يی د کورنيو غړو د اوسيدو ځای او لاندينی پوړ يی د ژويو د روزلو دپاره دی٠ په دغو ودانيو کښی هر يو منقل د يوه کور نښه ده، اولادونه له واده نه وروسته له مور او پلار څخه نه بيليږی او يوازی په کوټه کښی يو بل منقل ږدی٠

د ٌ دو لونګ ٌ قوم د خلکو د خوراکونو ډولونه ډير زيات دی ، که څه هم دوی په عمده توګه غلې دانې خوری، خو د غرونو د وحشی ژويو د غوښو او وحشی بوټو له خوړلو سره هم شوق لری٠

د ٌ دو لونګ ٌ د قوم غالۍ يو ډول ښکلی مصنوعات دی او د دی قوم د خلکو دپاره لازمی ورځنی شيان هم ګڼل کيږی چه په ورځ د څادر رول لوبوی او د شپې لخوا د بړستن په توګه استعماليدای شی٠ دغه راز دغه غالۍ د هلکانو او نجونو دپاره د مينې او عشق د څرګندولو تحفه هم ده٠