<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-03 17:32:14    
پاکستان د بېجينګ اولمپيک لوبو د سپېڅلي مشال هرکلي لپاره تياريانې نيسي.

cri

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم. د مارچ په اوويشتمه نېټه د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د فو وا په نامه د بېجينګ اولمپيک لوبو پنځه بختوري نښې د لومړي ځل لپاره د خلکو ترمنځ وښودل شوې. په همدې ورځ د پاکستان اولمپيک کمېټې او په دغه هېواد کې د چين سفارت يوه ګډه مطبوعاتی غونډه تر سره کړه، په اسلام أباد کې يې د بېجينګ د اولمپيک لوبو سپېڅلي مشال د لېږدولو په اړه معلومات وړاندی کړل او د سپېڅلي مشال د لېږدولو لار يې په رسمي توګه وټاکله.

د پاکستان اولمپيک کمېټې مشر ښاغلي عارف حسن وويل چې د اولمپيک سپېڅلي مشال لېږدولو فعاليت به د اپريل په شپاړسمه نېټه په اسلام أباد کې تر سره شي. دا به لومړی ځل وی چې په پاکستان کې دغه شان فعاليت تر سره کېږي. پاکستان په دې اړه ډېر وياړي او بشپړې تياريانې يې نيولې دي. نوموړي خبريال ته وويل

موږ د سپېڅلي مشال لېږدولو په فعاليت کې د ګډون لپاره ډېر وياړو او د چين وګړيو په شان دغه فعاليت ته سترګې په لار يو. موږ له تاسو سره ژمنه کوو چې ټولې تياريانې مو نيولې دي.

ښاغلي حسن په ياده شوې مطبوعاتي غونډه کې د سپېڅلي مشال لېږدولو په اړه ځانګړي معلومات وړاندې کړل. د ده په وينا اوس پاکستان د دغه فعاليت لپاره يوه لارښوونکې کمېټه او څو کاري کمېټې جوړې کړې او ځايی خبري رسنۍ هڅوي چې په دې اړه زيات خبرونه او راپورونه خپاره کړي. بر سېره پر دې، دغه هېواد هم د امنيت تامينولو په اړه هم زيات اغېزمن تدبيرونه نيولي دي. ښاغلي حسن په اسلام أباد کې د سپېڅلي مشال لېږدولو وروستۍ لايحه اعلان کړه

موږ د سپېڅلي مشال لېږدولو وروستۍ لايحه ټاکلې ده. سپيڅلی مشال به د جناح واټ له لارې د ولسمشرۍ ماڼۍ، پارلماني ودانۍ او لوړې محکمې په شمول زياتو مهمو ځايونو ته او بيا به د کشمير واټ له لارې جناح سپورتي ډګر ته ورسېږي.

نوموړي زياته کړه چې د سپېڅلي مشال لېږدونې له فعاليت مخکې به د اور لګولو درانه مراسم تر سره شي او د سپېڅلي مشال د نندارې له فعاليت نه وروسته به د جناح په سپورتي ډګر کې وګړيو ته د لمانځنې زيات فعاليتونه وړاندی شي.

په پاکستان کې د چين سفير لو جاو هوی د بېجينګ اولمپيک لوبو د سپېڅلي مشال لېږدونې فعاليت په اړه د پاکستان له تر سره شويو کارونو څخه د زړه له کومې مننه څرګنده کړه او و يې ويل

د پاکستان اولمپيک کمېټې د مشر عارف حسن په مشرۍ د بېجينګ اولمپيک لوبو د سپېڅلي مشال لېږدونې فعاليت لپاره ډېر زيات کارونه تر سره

کړي او موږ د دوی له اړوندو خدمتونو او کوښښونو څخه مننه کوو. برسېره پر دې، زه غواړم د پاکستان له حکومت او وګړيو څخه مننه وکړم او تاسې به د سپېڅلي مشال په هرکلي سره د اولمپيک خوب او روحيه احساس کړي.

د پاکستان او نورو هېوادونو نژدی سل تنه خبريالانو په دغه ياده شوې مطبوعاتي غونډه کې ګډون درلود. مېرمن نانسي د پاکستان يوه ټليويزيوني خبرياله ده. دې زموږ راډيو له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې څرګنده کړه چې د اولمپيک سپېڅلی مشال لېږدونې فعاليت به نه يوازي د سپورتي شخصيتونو بلکې زموږ د خبريالانو لپاره هم يوه لويه پېښه وی. دې وويل

زه د يوې خبريالې په توګه ډېره خوشحاله او وياړم چې د سپېڅلي مشال په خبر ليکنه کې ګډون کوم. ځکه چې دغه فعاليت ستر اهميت لري.