<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-03 19:56:40    
د اولمپيک نړيوالې کمېټې د همغږۍ کمېټه د بېجينګ اولمپيک لوبو لپاره د تياريانو لوړه ستاينه کوي.

cri

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اولمپيک د نهه ويشتمې دورې لوبو د همغږۍ کمېټې لسمه عمومي غونډه د اپريل د درېيمې نېټې له غرمې وروسته په بېجينګ کې پای ته ورسېده. د همغږۍ کمېټې مشر هېن ويربروګن په دغه غونډه کې د بېجينګ اولمپيک لوبو لپاره د تياريانو لوړه ستاينه وکړه.

نوموړي له دغې غونډې وروسته په يوه خبري ناسته کې د بېجينګ اولمپيک لوبو لپاره له تياريانو څخه د زيات ملاتړ په اړه د چين له حکومت څخه مننه وکړه. نوموړي څرګنده کړه چې تر اوسه پورې د بېجينګ اولمپيک لوبو په اړه کارونه په روان حال کې دي او دغه لوبې به هرومرو د ټولې نړۍ لپاره قيمتي ميراث پرېږدي.