د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د يانځه سيند د دريو تنګيو پروژې د پرمختيايی شرکت خبر ور کړ چې سږ کال د اپريل د درېيمې نېټې تر دوولسو بجو پوری د دريو تنګيو پروژې د برېښنا توليدی اندازه په ساعت کې له نهه مليارډ کيلو واټو څخه اوښتی ده.
اوس دغه پروژه هره ورځ په ساعت کې يو سل او شل مليون کيلو واټ برېښنا توليدوی. د ٢٠٠٣ کال د جولای له لسمې نېټې راهيسی د دريو تنګيو پروژې د برېښنا عمومی توليدی اندازه په ساعت کې دوه سوه او شپاړس مليارډ او پنځه سوه مليون کيلو واټو ته رسيدلی ده.