<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-04 10:49:20    
د چين د دولتی شورا غړي او د دفاع وزير ليانګ ګوانګ لي د پاکستان د سمندري پوځ له لوی درستيز سره وکتل

cri

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا غړي او د دفاع وزير ليانګ ګوانګ لي د اپريل په درېيمه نېټه په بېجينګ کې د پاکستان د سمندری پوځ له لوی درستيز ډګر جنرال محمد افضر طاهر سره وکتل.

ښاغلي ليانګ ګوانګ لي وويل چين او پاکستان ښه ګاونډي هېوادونه دي او له اوږدې مودې راهيسی دواړو هېوادونو د دفاعي څانګو او ځواکونو په برخه کې خپل منځی تګ را تګ ساتلی دی. ده هيله څرګنده کړه چې دواړه هېوادونه د خپل منځۍ همکارۍ د ستراتيژيکی اړيکو د ټينګښت لپاره ګډ کوششونه وکړي.

ښاغلي محمد افضر طاهر وويل پاکستان غواړي له چين سره د دوستۍ اړيکو د ژورتيا لپاره کوششونو ته دوام ور کړي. پاکستان د تايوان او تبت په شمول يو شمېر مسئلو په اړه د چين له دريځ څخه ټينګ ملاتړ کوی.