د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اپريل څلورمه نېټه د چين دوديز اختر د قبر جارو کونې له ورځې سره برابر ده. سږ کال لومړی کال دی چې دغه اختر د قانونی رخصتۍ په توګه ټاکل شوی دی. په همدې ورځ چينايانو په رنګارنګ لارو چارو دغه اختر ولمانځله.
د دغه اختر ورځ چې د مړو شويو نيکه ګانو، خپلوانو او اتلانو د درناوي څرګندولو لپاره ټاکل شوی، د چين په ګوټ ګوټ کې وګړي پکې د دغو مړو شويو کسانو پر قبرونو د ګلونو ګيدۍ ږدي. اوس چينی ځوانان د دغه عمل د تر سره کولو لپاره د انټرنيټ شبکه غوره کوی او د قبر جارو کونې پر ځانګړی انټرنيټ پاڼه د خپلو نيکه ګانو درناوی څرګندوی.