<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-04 17:24:15    
چين په افغانستان کې له لويو پانګونکو څخه شمېرل کيږي

cri

د چين د نړیوالې راډيو خوږو او عزتمندو اورېدونکيو ښې چارې،خو شحال تايب يم د ددغې لړۍ د يوې بلې کړۍ په وړاندې کولو سره ستاسو په چوپړ کې ،درنو اورېدونکيو په ننني پروګرام کې به په چين کې دافغانستان د لوی سفير د مرکې پاتې برخې درواوروم،هيله ده چې تر د پروګرام تر پايه راسره پاتې شئ .

درنو دوستانو اوس مهال په اقتصادي او سوداګريزه برخه کې د چين رول پو ټوله نړۍ کې خپل ځانکړی ځای موندلی دی،د بهرنيو پانګو راجلبول د چين د ورخلاصون تګلارې يوه مهمه برخه ګڼل کيږي، اړوندو چارواکيو د چين د يولسمې دورې ملي ولسي کانګرس په لومړۍ کلنۍ غونډه کې پر دې خبر ټينګار وکړ چې د چين د اقتصاد د دواملرونکي او ثابت پرمختګ او د هېواد د بازاري غوښتنو له امله به په ګردې کرې کې د اقتصادي او سوداګريزو همکارانو او کورنيو او بهرنيو تصديو د پرمختګ لا زيات فرصتونه برابر کړي .

په چين کې د افغانستان لوي سفير وايي اوس مهال د چين اقتصادي پرمختګ ټولې نړۍ ته روښانه شوی دی،او د چين د ورخلاصون تګلارو څرګندې لاس ته راوړنې لرلي دي :

نه يواځې موږ بلکې د نړۍ ټول خلک په اقتصادي برخه کې د چين د پرمختګ شاهد دي،او هغه نيکمرغي چې د چين اقتصادي پرمختګ خپلو خلکو ته ور په برخه کړې موږ يې په خپلو سترګو وينو ،چين دا مهال له ګڼو هېوادونو سره د متقابلو ګټو پر بنسټ همکاري کوي،د بېلګې په ډول له ګڼو أسيايي،اروپايي،افريقايي،لاتينې او شمالي امريکا له هېوادونو سره له مخکنۍ ټاکل شوې تګلارې سره سم،چارې پر مخ بيايي .

ښاغلی اکليل احمد حکيمي وايي دلته په چين کې دننه هم هر څه د ښه او چټک پرمختګ په حال کې دي،د ښارونو بڼې ورځ تر بله بدلون مومي او د پرمختګ او ترقۍ په لور روان دي :

له دوه کلونو راهيسې چې زه دلته په چين کې يم ،د چين اقتصادي پرمختګ او دهغو اغيزې پر ګاونډيو هېوادونو،په تېره بيا زموږ پر هېواد ورځ په ورځ زياتيږي،او زه ددې شاهد يم چې زموږ اړيکې ورځ په ورځ پراخيږي .

په تېرو څو کلونو کې د چين او افغانستان اړيکې تر بل هر وخت څخه لا تودې او ټينګې شوې دي،د دواړو هېوادونو د بېلابېلو کچو چارواکي د يوبل هېوادونو ته سفرونه کوي،او پر ښې او ريښتنې دوستۍ ټينګار کوي،په چين کې د افغانستان لوي سفير هم له دغه ټکي څخه داسې يادونه کوي :

د تېرو دوو او په تېره بيا وروستي يو کال کې چيني دولتي چارواکيو افغانستان ته سفرونه درلودل،او همدا شان له افغانستان څخه چين ته راغلي،همدا شان زموږ سوداګريزو اړيکيو هم زيات پرمختګ کړی،او پدې وروستيو کې موږ خپل يو ډېر مهم کان يعنې د لوګر د مس عينک کان د خپل نيک او ښه ګاونډي په واک کې ورکړ،چې دا مهال مو سوداګريزې اړيکې تر بل هر وخت څخه لوړې کچې ته رسيدلي دي،او چين هم پدې برخه کې زموږ د هېواد له پاره ډېر مهم هېواد بلل کيږي :

موږ اوس ويلای شو چې د پانګونې له پلوه د چين ولسي جمهوريت د هغو هېوادونو په لومړي کتار کې راځي چې په افغانستان کې يې زياته پانګونه کړې،او دغه پانګونه به تر راتلونکيو دېرشو کلونو پورې لس ميليارد ډالرو ته ورسيږي .او هيله لرو چې سربېره پر دې په نورو برخو کې هم زموږ په هېوادکې پانګونې وکړي.

ښاغلی حکيمي وايي موږ دا مهال په بيلابېلو برخو کې له چين سره اړيکيو ټينګولو ته پاملرنه کوو،د بېلګې په توګه تېر کال د افغانستان د مشرانو جرګې مشر د خپل چيني سيال په بلنه چين ته سفر وکړ،او د خپل سفر په ترڅ کې يې پر بيجينګ سربېره له شانګهای،د چين له ځينو جنوبي ولايتونو او سيمو او د شينجيانګ خپلواکې سيمې څخه ليدنې وکړې ښاغلی حکيمي پدې اړوند داسې زياتوي :

موږ په خپله بهرنۍ تګلاره کې پر دې ټينګار کوو،چې د خلکو او ولسونو تر منځ اړيکې ټينګې کړو،د افغانستان د خلکو د استازيو اړيکې د نورو هېوادونو له استازيو په تېره بيا له ګاونډيو هېوادونو سره ټينګې شي ،د چينايانو تجربې زموږ له پاره ډېرې ګټورې دي،موږ غواړو چې په راتلونکې کې زموږ د ولسي جرګې غړي،چين ته راشي،او همدا شان دا هيله لرو چې د چين د ملي ولسي کانګرس غړي دا وخت ومومي چې لاړ شي افغانستان ته او د افغانستان له نوې او ځوانې ديموکراسۍ څخه چې دا مهال ورو ورو په خپلو پښو دريږي،ليدنه وکړي ،او داسې اړيکې سره ټينګې شي چې دواړه هېوادونه ګټې ورڅخه تر لاسه کړي .

درونو اورېدونيکو د روان کال په دوبي کې به د المپيک نړيوالې سيالۍ دلته په بيجينګ کې تر سره شي،چې دا مهال د زياتره هېوادونو د وګړيو پام ورته را اوښتی دی،ښاغلي حکيمي هيله او باور څرګند کړ چې دغه لوبې به په يو ښه چاپېريال کې ترسره شي ،او خپل برياليتوب به تر لاسه کړي .

درنو او محترمو اورېدونکيو د ننني پروګرام وخت په همدې ځای پای ته رسيږي ،د بل پروګرام تر وړاندې کولو پورې مو پاک او مهربانه خداي سپارم،خوښ او سوکاله اوسئ .

.