د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان پوليسو د اپريل په څلورمه نېټه وويل د دغه هېواد په جنوب د هلمند ولايت په مرکز لشکرګاه کې په همدی ورځ پر پوليسو د يوې ځانمرګې چاودنې بريد وشو چې له امله يې څلور تنه ووژل او اته تنه نور ټپيان شول.
د هلمند ولايت د پوليسو ادارې مشر محمد حسين انډيول وويل د همدې ورځې په سهار يو بريدکوونکی د سړک پر غاره د پوليسو يو موټر ته نژدی شو او ور پسی يې له ځان سره چاودېدونکې مواد وچول چې له امله يې دری تنه پوليس او يو عام وګړی ځای پر ځای ووژل شول.
تر اوسه پوری هېڅ سازمان د دغه بريد پړه پر غاړه نه ده اخيستې.