<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-04 17:39:06    
د چين د چينګ های په ولايت کې نامادی کلتوري ميراثونه په ښه ډول ساتل شوی

cri

د چين چينګ های ولايت ډېر پراخ دی او پکې د هان ، تبت ، هوی او سالا په ګډون د څو قومونو وګړي ژوند کوي ، نو له دی امله د چينګ های په ولايت کې ډول ډول نامادی کلتوري ميراثونه ساتل کېږي . له څو کلونو راهيسی چينګ های ولايت په ښه توګه د دغو ميراثونو د ساتنی او پرمختګ لپاره هڅی کړی او ستر برياليتوبونه يې تر لاسه کړی .

د چينګ های ولايت د کلتوری اداری د ټولنی او کلتور د څانګې مشرې مېرمن لی شياو يان د دغه ولايت د نامادی کلتوري ميراثونو د ساتلو په چارو کې يوه چارواکې ده . هغې خبريال ته وويل هوا ار يو ډول ولسی سندری دی چې ځانګړی شعر او اهنګ لری او کلتوري او هنري ارزښت يې ډېر لوړ دی او د چينګ های ولايت د نامادی کلتوري ميراثونو يو استازی بلل کېږي . لی شياو يان وويل د عصری بهير د چټکتيا له امله په چينګ های کې کلتوري چاپيريال د ستر بدلون په حال کې دی او نامادی کلتوري ميراثونه له ځينو ګواښونو سره مخامخ دی چې د ژبو او وجود له لاری دواملرونکی نامادی کلتوري ميراثونه ورځ په ورځ له منځه ځي او زيات دوديز تخنيکونه د له منځه وړلو له خطر سره مخامخ دي . دغه حالات د چينګ های ولايت د بېلا بېلو برخو وګړيو پاملرنه ورجلب کړې ده . سيمه ايز حکومت د نامادی کلتوري ميراثونو د څېړنی لپاره لازيات کوښښ کوي او د ساتنی لپاره يې يو لړ تدبيرونه نيسي .

لی شياو يان وويل د چينګ های ولايت د څه دپاسه ٢٠ څانګو له خوا د دغه ولايت د نامادی کلتوري ميراثونو د ساتنی د ګډې غونډې نظام جوړ شوی، د مشرۍ ډله يې جوړه کړې او د ١١٧ تنو کارپوهانو او غوره مسلکی هنرمندانو له خوا د چينګ های ولايت د نامادی

کلتوري ميراثونو د کارپوهانو کميټه هم جوړه شويده .

په چينګ های کې د ولايت په کچه د ساتنی نظام د جوړېدو او بشپړيدو له امله زيات شمېر ايالتونه او ولسوالۍ د حکومت د عمده مشرانو په مشری د نامادی کلتوري ميراثونو د ساتنی کارونو د مشرانو ډلې او د سيمه ايزو کلتوري څانګو په مرکز کې يې د نامادی کلتوري ميراثونو د ساتنی دفترونه جوړ کړی چې په وار سره د ساتنی کارونه تر سره شوی دی .

له ٢٠٠٣ کال راهيسی چينګ های ولايت د ملی کلتوري سيلاني جشن جوړ کړی چې د دغه ولايت دعمده ملی دوديز جشن لپاره يې ښه ډګر برابر کړی . هر کال زيات شمېر وګړي

په دغه فعاليت کې ګډون کوي .

د حکومت د پاملرنی او د وګړيو د فعال ګډون له امله د چينګ های ولايت د نامادی

کلتوري ميراثونو د ساتنی کارونه په پوره توګه تر سره شوی ، بر سيره پر دی ، چينګ های ولايت په فعاله توګه د هېواد په کچه د نامادی کلتوري ميراثونو په ليست کې د ګډون لپاره هڅی کوی ، په ٢٠٠٦ کال کې د چين په اعلان شوی لومړنۍ ډلی ليست کې د چينګ های ولايت ١٩ پروژۍ ټاکل شوی دی .