<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-04 17:59:57    
د چين مشهوره ژباړونکې جانګ هان جی

cri

جانګ هان جی د چين د پخوانی مشهور وطن پرست جانګ شه جاو لور، د چين د پخوانی مشهور ديپلومات او د بهرنيو چارو د پخوانی وزير چياو ګوان هوا ميرمن وه ٠ د خوښۍ خبره دا ده چې هغې د شلمې پيړۍ له شپږمې لسيزې څخه د چين پخوانی مشر ماو تسی دونګ ته انګليسی ژبه ورزده کړه ، نو رئيس ماو تل په درناوۍ سره هغې ته ښوونکې جانګ ويله ٠

جانګ هان جی په ١٩٣٥ کال کې د چين په ختيځ د شانګهای په ښار کی وزيږيدله٠ د دې پلار جانګ شه جاو اصلأ د چين د ګوميندانګ حکومت يو لوړ پوړی چارواکی و ، هغه د ١٩٤٩ کال په اپريل کې د دغه حکومت د پلاوی د يو غړی په توګه د چين له کمونست ګوند سره د سوله ايزو خبرو اترو لپاره بيجينګ ته ورسيد، خو څرنګه چې هغه پر ګڼ شيمر چينائيانو باندی د دغه حکومت له تسلط څخه خوښ نه و ، نو ژر د ګومينداګ له حکومت څخه جلا شوی او د خلکو خوا ته ودريد ٠

د ١٩٤٩ کال په نومبر کې جانګ هان جی د پلار په غوښتنه له خپلې مور سره يو ځای له شانګهای څخه بيجينګ ته په کډه راغلل او د بۍ مان په نامه د بيجينګ په يو منځنی ښوونځی کی يې په زده کړو پيل وکړ٠ په ١٩٥٣ کال کې هغه د کانکور ازموينې له لارې د بيجينګ د بهرنيو ژبو په پوهنځی کی شامله شوه او پکې يې د انګليسی ژبې زده کړې وکړې٠ هغه په ١٩٥٧ کال کې له دغه پوهنځی څخه فارغه شوه او د ارادې او اخلاق له پلوه يې د روزنې لپاره په کليو کې يو کال تير کړ٠ ورپسی يې د يوې اسپرانتې په توګه په خپل مورنی پوهنځی کې د

نورو دوو کلونو لپاره زده کړې وکړې او په ١٩٦٠ کال کې د دغه پوهنځی يوه ښوونکې شوه چې محصلينو ته يې انګليسی ژبه ورزده کوله٠

١٩٦٣ کال د جانګ هان جی لپاره يو د يادونې وړ کال و او د دې په ټول عمر کی نه دی هير شوی٠ له هغه کال څخه هغه د چين د پخوانی مشر ماو تسی دونګ ښوونکې وګرځيده چې هغه ته يې انګليسی ژبه ورزده کوله ٠

ولی جانګ هان جی دومره نيکمرغه فرصت ترلاسه کړی، لامل يې دا وه چې د دې پلار جانګ شه جاو له رئيس ماو تسی دونګ سره لس ګونو کلنونو مخکې صميمی دوستي درلوده٠

د ١٩٦٣ کال د دسمبر ٢٦ نېټه د ماو تسی دونګ د زيږيدېنی اويامه کاليزه وه ٠ هغه د جانګ شه جاو په شمول څلورو دوستانو ته بلنه ورکړه چې د ده د زيږيدنې ورځې د نمانځنې په کورنی ميلمستيا کی ګډون وکړی٠ جانګ شه جاو د خپلې لور جانګ هان جی په ملګرتيا د ماو تسی دونګ په کورنی ميلمستيا کی ګډون وکړ٠ ماو تسی دونګ په ميلمستيا کې د جانګ هان جی د کار په هکله د د احوال تر پوښتنې وروسته هغې ته وويل : ښوونکې جانګ، مهربانی وکړی چې ته زما ښوونکې شه، زه غواړم چې له تا څخه انګليسي ژبه زده کړم ٠ ٌ په هغه وخت کی جانګ هان جی ګمان وکړ چې رئيس ماو ټوکې ورسره کوي ، نو ويې ويل چې ٌ رئيسه ماو ، زه جرأت نه لرم چې ستاسی ښوونکې وشم ، ځکه چې تاسی د ټول هېواد د وګړيو ښوونکی يې ٠ ٌ خو ماو تسی دونګ په جدی توګه وويل : زه د انګليسی ژبې لوست ښوونکی نلرم . له تا څخه انګليسی ژبه زده کړم ٠ ٌ په داسی حال کی جانګ هان جی د رئيس ماو غوښتنه ومنله ٠

د تيرې پيړۍ له شپږمې لسيزې څخه تر اتمې لسيزې پوری جانګ هان جی د رئيس ماو تسی دونګ په حکم د چين په ديپلوماتيکه جبهه کې کار کاوه او د چين د بهرنيو چارو وزارت يوه مشهوره ژباړونکې وګرځيده ٠ دا په هغه موده کې د دغه وزارت د وخت له وزير چاو ګوان هوا سره چې ميرمن يې مړه شوې ، اشنا شوه ، دوی دواړو ګام په ګام له يو بل سره مينه پيدا کړه او په پای کی يې واده وکړ٠ په ١٩٨٣ کال کې ښاغلی چاو ګوان هوا د ناروغۍ له امله وفات شو ٠ ميرمن جانګ هان جی له هغه سره يو ځای د دوولسو کلونو لپاره ژوند وکړ او تر هغه وروسته دې په خپل کور کی تل د خپل خاوند ډير زيات عکسونه کيښودل ٠

ميرمن جانګ هان جی تر تقاعد وروسته نيکمرغه ژوند تيراوه٠ هغې د روان کال د جنورۍ په ٢٦ نېټه د ناروغۍ له امله د ٧٣ کلونو په عمر له دنيا څخه سترګه پټه کړې ٠