د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ناتو وياند د اپريل په څلورمه نېټه د رومانيا په پلازمېنه بخارست کې وويل روسيې موافقه کړې چې ناتو له دغه هېواد څخه په افغانستان کې د نړيوالو امنيت ساتو مرسندويه ځواکونو ته مالونه ولېږي.
نوموړي وويل د دواړو خواوو له لوري د لاسليک شوي تړون له مخې، ناتو يوازی د روسيې د سړکونو له لارې په افغانستان کې د نړيوالو امنيت ساتو مرستندويه ځواکونو ته له وژونکو وسلو پرته مالونه ولېږلی شي.
ده زياته کړه چې په دغو مالونو کې خوراکي مواد او ځيني پوځي تجهيزات شامل دي.