<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-05 20:23:23    
موږ او اورېدونکی

cri
عمران – سلامونه قدرمنو اورېدونكيو، زما امان الله عمران نېكې هيلې ومنئ، له هر څه مخكې له لوى خداى نه غواړم چې روغتيا او خوشالي مو په برخه وي او هم د ژوند په چارو كې بريالي او سرلوړي وئ، د موږ او اورېدونكي پروګرام وخت رارسېدلى او زه يې د وړاندې كولو لپاره بيا هم دا دى سټوډيو ته راغلى يم، او اورېدو ته يې ستاسو هركلى كوم. نو هيله ده تر پايه راسره پاتې شئ. د اورېدونكيو له خوا بيا هم ليكونه خورا ډېر راغلي، نو ستاسو او ستاسو د ليكونو تر منځ وخت ډېر نه نيسم، نو راځي چې پروګرام پيل كړو.

- لومړى دغه ليك را اخلم چې د پېښور له چوك يادګار څخه اورېدونكيو صديق الله او شفيق الله را استولى دى. په پيل كې يې سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: موږ ستاسو خپرونه په ډېر شوق او ذوق سره اورو او ډېره علاقه ورسره لرو. بيا زياتوي: ستاسې هر پروګرام د ستاينې وړ دى، موږ ډېر معلومات ترې ترلاسه كوو او ډېر مو خوښېږي، په تېره بيا د ليكونو له پروګرام سره مو ډېره مينه ده او د خپرېدو ډول يې وموږ خوښېږي. دوى بيا زياتوي: موږ ستاسو نوي اورېدونكي يوو، موږ يو كلب جوړوو، چې شمېر به يې، دوى وايي، پنځه ويشت تنو ته ورسېږي او د كلب نوم به كاموال وي. اورېدونكى صديق الله او شفيق الله د خپل ليك په پاى كې وايي: موږ ستاسو څخه هيله كوو چې د پښتو هېندارې يو څو ګڼې او هم د ليك لېږلو پاكټونه راواستوئ، زموږ د كلب مشر شفيق الله دى. نو قدرمنو هر يو شفيق الله او صديق الله، ستاسې ليك مننه كوو، تا چې تاسو زموږ نوي اورېدونكي ياست موږ مو هم هركلى كوو، هيله ده زموږ خپرونې او بېلا بېل پروګرامونه واورئ او هم يې په اړه موږ ته خپل نظرونه او وړانديزونه راواستوئ، ستاسو د برياليتوب په هيله.

- د پېښور له چارسدې روډ له خزانې كمپ څخه معشوق كاموال ليك را استولى، د چين نړيوالې راډيو پښتو خپرونې ټولو كاركوونكيو ته يې سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: ستاسې خپرونه په ډېره منيه او شوق ره اورو، خو زه ستاسو څخه يوه ګيله لرم او هغه دا چې، پټه دې پاتې نه وي ما له 2007 څخه تر 2008كال پورې لس ليكونه درلېږلي خو ما په كې پر راډيو يوازې د پنځو ليكونو ځوابونه اورلېدلي دي او نور ليكونه مې نه دي اورېدلي، زموږ سره مو اړيكي ختم كړي كه څنګه؟ زه له 1988كال څخه ستاسو اورېدونكى يم، زه پر دې خبره ډېر افسوس كوم چې ولې ماته خپل مطبوعاتي توكي نه را استوئ.

- دغه بل ليك را اخلم چې اورېدونكي رسول حسن حسيني را استولى او ليكلي يې دي: زه د افوهن د خوست ولايت په عليشېرو ولسوالۍ كې د جنوغونډۍ اوسېدونكى او د يوراج كلب غړى يم. البته افوهن په چيني ژبه افغانستان ته ويل كېږي، چې ده ښايي په پښتوهېنداره كې له چيني ژبې لوست څخه زده كړي وي، او بيا زياتوي: زه په لومړي قدم كې د جونګ ګوو يعني چين نړيوالې راډيو په تېره بيا پښتو خپرونې ټولو همكارانو ته سلامونه او نېكې هيلې وړاندې كوم. زه تاسو ته يوه ټوكه در لېږم هيله ده، نوموړى وايي، چې راته خپره يې كړئ، هغه دا چې:

يوه ورځ دوه لېونيان له نايي څخه ډېر په تنګ شوي وو چې هر وخت به يې سرونه پرې كلول، نو دوى ترې ډېر تنګ شول، يوه ورځ يې سره مشوره وكړه او يو يې ويل: راځه چې په خپلو سرونو كې مېخونه ټك وهو، نو كله چې نايي راباندې سرونه كلوي، چاړه به يې پڅه شي. بل لېوني ورته وويل چې: هاوده، يعنې سمه ده. نو كله يې چې د لومړي ليوني په سر كې مېخ ټك واهه، او كله يې چې څټك جګ كړ نو لومړي لېوني ورته وويل: پام، ودرېږه! دويم ورته وويل ولې، څه خبره ده؟ لومړي ورته وويل: څټك به در نه خطا شي او زما سر به پرې ووهې. د اورېدونكي رسول حسن له په زړه پورې ټوكې مننه كوو، او هم د خوښۍ خبره ده چې دى له پښتو هېندارې د چيني ژبې زده كړه كوي، هيله ده چې هر وخت موږ ته د په زړه پورې او ګټور ليكونه را واستوې.

- له كابل څخه د عزيزي كلب مشر سيد اعظم عزيزي ليك را استولى، د چين نړيوالې راډيو ټولو كاركوونكيو ته يې سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: ستاسې ټول راډيويي پروګرامونه د سهار او ماښام له خوا اورو او له بېلابېلو پروګرامونو څخه مو ډېره ګټه اخلو، ستاسې خپرونې په افغانستان كې په كابل، هلمند او داسې نورو سيمو كې صافې او رڼې اورېدل كېږي. بيا ليكي: ګرانو دوستانو د عزيزي كلب د مشر او ټولو غړيو له خوا د 2008 ميلادي د رارسېدو مباركۍ ومنئ او په همدې مناسبت تاسو او ستاسې له لارې د چين او نړۍ خلكو ته خپلې نېكې هيلې واړندې كوو. خداى وكړي چې دغه كال د سولې، نېكمرغۍ او خوشاليو څخه يو ډك كال وي. البته ده خپل دغه ليك د تېر لمريز كال د مرغومي په مياشت كې ليكلى دى. اورېدونكى عزيزي بيا د مطبوعاتو په نه ور رسېدو كې شكايت كوي او بيا د پښتو هېندارې ستاينه كوي او وايي: د پښتو هېندارې له لارې موږ كولى شو چې د ستر چين د بېلا بېلو قومونو په اړه معلومات ترلاسه كړو، زه په خپله، اورېدونكى عزيزي ليكي، له دغې برخې سره ډېره علاقه لرم په ډېر دقت او شوق سره يې لولم او دا چې زه يو تاريخ ليكونكى يم نو ډېره ګټه مې ترې اخيستې ده.

- دغه بل ليك را اخلم چې ډېر لنډ دى، سيد محمد سنګين، عبد الواحد روشان، نعمت الله ترين، على زى والا او شاه ګل ماما په ګډه د بلوچستان له پښين څخه را استولى او ليكلي يې دي: موږ د سي آر آى راډيو ټولو كار كوونكيو ته د مينې ډك ډك سلامونه وړاندې كوو. ستاسې خپرونې او بېلابېل پروګرامونه هر وخت اورو، خداى دې ستاسې خپرونه او پروګرامونه تل ښاد او اباد لري.

- بيا هم د خوست ولايت، عليشېرو ولسوالۍ د جونو غونډۍ په صبريو كلي كې د يوراج كلب مشر محمد شفيق مقاليديار په خپل ليك كې له سلامونو او نېكو وروسته ليكلي: ګرانو دوستانو، تاسو له اورېدونكيو سره ژمنې وكړې چې موږ به د پروګرام وخت زيات كړو، بله خبره دا چې پښتو هېنداره به په مجله اړوئ، خو تر اوسه مو كوم عملي ګام نه دى اخيستئ، پوښتنه دا راپورته كېږي چې تر كومه به ستاسو وعدې او ژمنې وي او د اورېدونكيو انتظار؟ بله پوښتنه دا ده، اورېدونكى مقاليديار ليكي، كه موږ ټول اورېدونكي تاسو ته د پښتو هېندارې لپاره شعرونه، مقالې، ټوكې ټكالې او په زړه پورې معلومات درولېږو تاسو به يې په پښتو هېنداره كې خپاره كړئ؟ مقاليد يار صاحب ستا له په رښتيا په زړه پورې ليك څخه مننه كوو، ستا خبرې رښتيا دي، موږ ژمنه كړې وه چې د پښتو خپرونې وخت به زياتېږي. نو د خپرونې وخت د زياتولي پر پلان اوس هم كار روان دى چې وخت ته اړتيا لري، نو هيله ده چې تاسې اورېدونكي خپل زغم وساتۍ، او د پښتو هېندارې په اړه يوازې دومره درته وايم چې تاسې يوازې له چاپه نوې راوتلې يوولسمې ګڼې ترلاسه كولو لپاره انتظار وكړي چې په نژدې وخت كې به تاسو ټولو ته درواستول شي او په خپله به يې وګورئ، تاسې كولئ شي چې په پښتو هېنداره كې د خپلو خبرو، كيسو او عكسونو د خپرولو لپاره ليكونه راواستوئ. اورېدونكي مقاليديار بيا د كتاب په اړه يوه ليكنه را استولې او وايي:

كتاب يو داسې ښكلى څېز دى چې انسان د نړۍ له تروږميو ساتي او رڼا ته يې رابولي. د كتاب ښكلي توري دي چې په لوستلو يې په ټولنه كې سوله راځي او د جګړې مخه نيول كېږي. موږ بايد د ښوونځي كتابونه، بلكې هر يو كتاب په ډېره مينه ولولو او بې ځايه يې ونه غورځوو، پر دې سربېره بايد نور همزولي او ماشومان د كتاب لوستلو ته وهڅوو او هېڅكله يې د زده كړې مخه ونه نيسو. موږ هم مقاليديار خانه، ستا له دغې ښكلې خبرې سره مله يوو او په ټولنه كې د سولې او هم د علم او پوهنې خپراوي په هيله يوو.

- درنو اورېدونكيو، ستاسې له خوا رارسېدلي ليكونه مو ولوستل، اوس به موسيقۍ ته نوبت وركړو، نو راځئ چې دا ځل د ولسيار خان په غږ دغه سندره واورو.

- درنو اورېدونكيو د ولسيار خان سندره مو واورېده، د موږ او اورېدونكي پروګرام هم ورسره پاى ته رسېږي، كه غواړئ دغه پروګرام، د اوونۍ په ترڅ كې د بېلا بېلو ورځو خپرونې او دغه راز زموږ نور پروګرامونه واورئ، نو پر انټرنېټ د پښتو خپرونې وېبپاڼه پرانيزئ او د خپلې خوښې پروګرام ولولئ او واورئ او هم بېلا بېل معلومات ترلاسه كړئ.

هيله ده زموږ سره د خپلو نظرونو شريكولو او خپرونې په اړه د وړانديزونو لپاره زموږ د برېښنا ليك په دې پته تماس ونيسئ: pushtu@chinabroadcast.cn

او كه غواړئ چې د ليك له لارې زموږ سره تماس ونيسئ نو كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اوونۍ ما امان الله عمران ته اجازه راكړئ، په لوى څښتن مو سپارم، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.