د چين د مطبوعاتي اژانس د خبر له مخې، د اولمپيک سپورټي لوبو د نړيوالې کمېټې د مطوعاتي کميسون غړی او د چين د سپورټي خبريالانو ټولنې مرستيال ګاو ديان مين د اپريل په شپږمه نېټه د چين په ختيځ ښار شانګهای کې وويل د بېجينګ اولمپيک سپورټي لوبو د خبرونو ورکولو لپاره به د خبريالانو شمېر شل زره تنو ته ورسېږي چې نيمه به يې تلويزيوني خبريالان او د دوی مرستيالان وي. د چين په ستره برخه کې به دری سوه خبريالان د دغو لوبو د خبررنو ورکولو فرصتونه تر لاسه کړي.
ګاو ديان مين زياته کړه د چين د مرکزي تلويزيون ويب پاڼه او د استراليا يوه ويب پاڼه په انټرنېټ کې د دغو لوبو د خپرونې حق لاس ته راوړی چې دا د اولمپيک په تاريخ کې لومړی ځل دی.