<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-07 15:43:28    
په لنډن کې د بېجينګ اولمپيک لوبو د سپيڅلی مشال د لېږدولو فعاليت پای ته رسېدلی

cri

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اپريل شپږمې نېټې په شپه په لنډن کې د بېجينګ اولمپيک لوبو د سپيڅلی مشال د لېږدولو فعاليت پای ته ورسېد او د الوتکې له لارې خپل راتلونکی تم ځای پاريس ته وخوځېد.

لنډن د دغه فعاليت څلورم تم ځای دی. سپيڅلی مشال د اپريل شپږمې نېټې د سهار په لس بجو او دېرشو دقيقو د لنډن په شمال لوېديځ وېمبلی ستيډويوم کې پر لېږدولو پېل او د لنډن له لسو سيمو څخه تېر شوی دی. د مشال لېږدولو بهير پنځوس کيلومتره او اته ساعته يې دوام درلود او اتيا مشال لېږدوونکو په دغه فعاليت کې ګډون وکړ.

سل زره وګړيو په همدی ورځ د دغه مشال د رارسېدو هرکلی وکړ، ډېرې هنري نندارې او د لمانځلو فعاليتونه هم د مشال لېږدولو په بهير کې تر سره شول.