<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-07 16:49:48    
د اولمپيک نړيوالې کمېټې زيات لوړ پوړي چارواکي او د زياتو هېوادونو سياست والان د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې له نه ګډون سره مخالفت څرګندوي.

cri

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اولمپيک نړيوالې کمېټې ځينو چارواکيو او د زياتو هېوادونو سياست والانو څو ورځې مخکې د ويناوو، تبصرو او اعلاميو په خپرولو سره د بېجينګ اولمپيک لوبو له سياسي کېدو او په دغو لوبو کې له نه ګډون سره مخالفت څرګند کړ.

د اولمپيک نړيوالې کمېټې مشر جاګ روګ د اپريل په پنځمه نېټه په سينګاپور کې دغه خبره تکرار کړه چې بېجينګ ته د اولمپيک لوبو د کوربنۍ حق ورکول يو ډېر هوښيار انتخاب دی او د اولمپيک نړيواله کمېټه په دې اړه افسوس نه لري. نوموړي د بېجينګ اولمپيک لوبو د تياريانو په اړه هم خوښي څرګنده کړه. د اولمپيک نړيوالې کمېټې افتخاري مشر سامارانچ د اپريل په دوهمه نېټه وويل چې د تبت مسئله يوه سياسي مسئله چې له سپورت سره هېڅ اړيکې نه لري او د اولمپيک نړيواله کمېټه يو سپورتي سازمان دی.

د بريتانيا حکومت اړوند چارواکي جويل د اپريل په پنځمه نېټه د هيسرو په هوايي ډګر کې د بېجينګ اولمپيک لوبو د سپيڅلي مشال د هرکلي پر وخت وويل چې البته بريتانيا به د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې ګډون وکړي.

بر سېره پر دې، د کمبوديا، ناروي، جاپان او کانادا لومړي وزيرانو، د استراليا د بهرنيو چارو وزير، د قبرس ولسمشر او د کوستاريکا، بوسني هرزګوين، سويس، نوي زيلاند او اسپانيا په شمول د زياتو هېوادونو سياست والانو هم ورته درېځ څرګند کړی دی.