<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-07 16:54:43    
د داليان په ښار کې د پانګونې چاپيريال ښه شوی دی

cri

د چين په شمال ختيځ کې د زړې صنعتی اډې د سمسورتيا تګلارې له پلی کولو راهيسی د لياو نينګ ولايت هغه تګلاره پلی کړې چې د ساحلی سيمې د اقتصادی پرمختګ په مشرۍ په نوره سيمه کې اقتصاد پرمختګ وکړي.

د لياو نيګ ولايت د ساحلی سيمې د يو مهم ښار په توګه دغه ښار د پانګونې چاپيريال د ښه والی لپاره کوشش کوي او لازيات نړيوال شرکتونه راجلبوي.د چين د سوداګرۍ او اقتصاد پروګرام په نننی کړۍ کې به تاسو ته د دا ليان ښار د پانګونې چاپيريال په باب معلومات وړاندی کړو.

د اسرائيلو د ای ام شی د ډله ايز شرکت په اړه د ای ام شی د فلزاتو پری کولو محدود شرکت چې په عمده توګه د الوتنې ، موټر، ماشين ألاتو د چمتو کولو په چارو کې غوره چاکو برابروي، د څه موده مخکی د دا ليان په اقتصادی او تخنيکی سيمه کې خپله پانګه اچولې ده. د دغه شرکت د عمومی مدير مرستيال دو هونګ وي د فابريکې جوړولو په بهير کې ګډون وکړ او د دغه بهير د يادونې په ترڅ کې يې وويل (اواز.............) له دی امله چې د دا ليان ښاروالي د سوداګرانو راجلبولو په تګلارې ښه پوه شو ی او په دغه برخه کې ښه خدمتونه کړی دی، نو زمونږ شرکت پرېکړه وکړه چې دلته فابريکه جوړه کړي.

زمونږ خبريال دغه معلومات تر لاسه کړي چې په دا ليان ښار کې بهرنی پانګه اچوونکي به د ځينو کوچنيو کارونو لپاره اضافی کوششونه ونه کړي. د داليان ښار د بهرنۍ سوداګرۍ او اقتصادی همکارۍ ادارې مرستيال مي يوو ځنګ وويل د روان

کال په پيل کې پر پانګه اچوونکی له لحاظه دغه ښار د مهمو پروژو د پانګونې په اړه لايحه وړاندی کړې چې په عمده توګه به د دغو پروژو په پلی کولو کې د احتمالی مسئلو د حل لپاره له بهرنيو سوداګرانو سره مرسته وکړي.(اواز..........) که بهرنی سوداګران د پانګونې غوښتنه وړاندی کړي، مونږ به په اړوندو ساحو کې د پانګونې لګښتونو په باب وتحليلوو.

روان کال د دا ليان ښار د سوداګرانو د پانګونې راجلبولو لپاره اړوند فعاليتونه تر سره کړي او د غوره پروژو د شينې لارې نظام يې پيل کړی دی.د معلوماتو له مخې د پروژو پلی کوونکي د دغه نظام له لاری د پروژو وړاندی کولو، د ځمکو کارولو او په سمندر کې د ځمکو ډکولو په اړه مسئلې حل کړي. مرستيال می يوو ځنګ وويل د دغه نظام د پلی کولو موخه په دغه ښار کې د لازياتو پروژو راجلبونه او د بهرنيو سوداګرانو لپاره د غوره خدمتی چاپيريال برابرول دي.(اواز........) روان کال مونږ د بهرنۍ پانګونې د راجلبولو په موخه اړوند فعاليتونه تر سره کړي چې د هېواد له علمی پرمختيايی افکارو له غوښتنې سره سمون لري.مونږ هم هغه پروژې غوره کوو چې لږ ککړتيا، زياته اقتصادی ګټه او لوړه علمی سويه پکې رامنځته کيږي.

د دا ليان په ښار کې د بهرنۍ پانګونې د راجلبولو په موخه د دايمی پرمختګ افکار او د پانګونې چاپيريال د ښه والی لپاره اړوند تدبيرونه د ای ام شی د فلزاتو د پری کولو د نړيوال شرکت په شان د زياتو شرکتونو نوی پروژې راجلب کړې چې په وروستيو کلونو کې د دغو مهمو پروژو شمېر زيات شوی دي. په نړۍ کې د کوچنيو ټوټو جوړولو تر ټولو لوی شرکت د انټل شرکت څه موده مخکی په رسمی توګه اعلان وکړ چې په دغه ښار کې د کوچنيو ټوټو د يوې فابريکې د جوړولو لپاره ٢ مليارډ او

پنځه سوه امريکايی ډالره ولګوي.

سربېره پردی د پانګونې تګلارې د هڅونې او لارښوونې له امله هغه تصديو چې په دغه ښار کې د څو کلونو لپاره پاتی دی، خپلې چارې پراخې کړې دي.په دغه ښار کې د جاپان د تونګ شی تای د ساختمانی توکيو محدود شرکت په ٢٠٠١ کال کې جوړ شو او تر اوسه پوری يی په دغه ښار کې د شپږو کلونو لپاره پاتی دي. د دغه شرکت عمومی مدير توکونوري نوزاوا وويل د اټکل له مخی به د روان کال تر پايه پوری زمونږ د شرکت د توليداتو د پلورنې اندازه يو مليارډ او سل مليون يوانو ته ورسيږي.د دا ليان ښاروالي له خوا وړاندی شوې بېلا بېلې امتيازي تګلارې د تصديو د پرمختګ لپاره ډېرې ګټورې دي.نو له نن څخه به د شرکت چارې پراخې شي.