<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-07 16:59:47    
د بېجينګ اولمپيک لوبو سپيڅلی مشال پارس ته ورسېد.

cri

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د بېجينګ اولمپيک لوبو سپيڅلی مشال د اپريل د شپږمې نېټې د ماښام په يوولسو بجو او پنځوس دقيقو د يوې ځانګړې الوتکې په وسيله د پارس هوايي ډګر ته ورسېد.

د فرانسې د اولمپيک کمېټې، د پارس ښاروالي او په دغه هېواد کې د چين سفرت ځينو چارواکيو په هوايي ډګر کې د سپيڅلي مشال هرکل وکړ. له دې وروسته د سپيڅلي مشال پلاوی د پوليسو د موټرونو په بدرګه د پارس ښاري سمو ته ننووت.

د اپريل په اوومه نېټه به په دغه ښار کې د سپيڅلي مشال لېږدولو فعاليت د ايفيل اوسپنيزڅلي په لومړي پوړ کې پيل شي او د لېږدولو لارې اوږدوالی به يې اته ويشت کيلومترو ته ورسېږي او نهه اويا تنه چيني او فرانسوي مشال لېږدونکي به د مشال لېږد دنده پر غاړه واخلي.