د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د بريتانيا د پلازمېنې لنډن پوليسو د اپريل په شپږمه نېټه د تبت خپلواکۍ ځيني غوښتونکي نيولي چې غواړي د اولمپيک لوبو سپيڅلي مشال لېږدولو فعاليت زيانمن کړي. زيات شمېر ځايي وګړيو په دې اړه ډېره ناخوښي څرګنده کړې او د بېجينګ اولمپيک لوبو تشکيلاتي کمېټې اړوند وياند هم د دغه کړه وړه سخته غندنه کړې ده.
د روانې مياشتې په شپږمه نېټه سهار د بېجينګ اولمپيک لوبو سپيڅلی مشال لېږدولو فعاليت په لنډن کې پيل شو. د تبت خپلواکۍ ځينو غوښتونکو وغوښتل چې د سپيڅلي مشال لېږدولو په بهير کې ويجاړونکی فعاليت تر سره کړي، خو د بريتانيا پوليسو سمدلاسه دغسي سړي نيولي چې له امله يې د سپيڅلی مشال لېږدولو فعاليت دوام درلود.