د خلکو ورځپاڼې د خبر له مخې، چين به په لوېديځه سيمه کې د بهرنيو پانګونو د هڅونې لپاره يو لړ تګلارې وټاکي. د چين په منځنۍ او لوېديځيو سيمو کې د بهرنيو پانګو يو لارښوونکی لست رغول او په ځينو چارو کې د بهرنيو سوداګرانو د پانګونې محدوديت کمول په دغو تګلارو کې شامل دي.
د چين د سوداګرۍ وزارت د بهرنی پانګې ادارې د پانګونې پرمخبيولو څانګې مشرې جي شياو فنګ دغه خبره د چين په لوېديځ شي ان ښار کې د چين د ختيځ او لوېديځ تر منځ د همکارۍ او د پانګونې په اړه په دوولسمه مباحثوی غونډه کې وکړه.