<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-07 18:43:03    
چاپېريال پاکوونکی شو هوی

cri

هره ورځ د سهار څلور بجې چې وګړي ويده وي ، چاپېريال پاکونکی شو هوی په خپل کار پيل کوي. يو څلويښت کلن شو هوی د چين په ختيځ ښار نينګ بو کې يو چاپېريال پاکوونکی دی. دی په جدي توګه خپل کارونه تر سره کوی او د ګڼ شمير ښاريانو لخوا ستايل کيږی چې له امله يې د ده زيارونو پر شاوخوا اوسېدونکو باندی اغيزه کړېده.

اووه کاله مخکې، شو هوی د خپل ټاټوبی ان هوی ولايت له وو هو ښار څخه د چين په ختيځ د جه جيانګ ولايت نينګ بو ښار ته په کډه راغی او د چاپېريال پاکولو د يو جاروګر په توګه استخدام شو . هغه وويل

زما ښځه زما نه مخکې نينګ بو ته راغلې وه . د چاپيريال پاکونه يو ډېر ستړی او ککړ کار دی، خو تنخوا يې هم ثابته ده. نو پرېکړه مې وکړه چې نينګ بو ته لاړ شم او دغه سخت کار ترسره کړم

د خپل کار له لومړۍ ورځې څخه شو هوی ټينګ هوډ وکړ چې په ښه توګه دغه کار تر سره کړي.

په هغه سيمه کې چې د چاپېريال ساتنې دنده يې دده پر غاړه ده ، زياتې مغازې پکې شته او د وګړيو ګڼه ګوڼه هم پکې زياته ده. پر دې سربيره په دغه سيمه کې د سبو پلورلو يو بازار هم شته . نو ځکه د چاپېريال پاکولو دنده يې ډېره سخته ده. هره ورځ سهار شو هوی لومړی خپله سيمه پاکوی او ور پسی يې په ګړندی توګه يو ځل بيا پاکوي په بله ژبه په

دوولسو دقيقو کې د اووه سوه مترو په اوږدوالي لارې پاکوي.ددې ترڅنګ شو هوی لارويانو ته هم د چاپېريال ساتنې په اړه معلومات ورکوي. کله چې څوک يا د ځينو شخصي مغازو خاوندان په خپله خوښه بی کاره شيان او نور کثافات غورځوي، شو هوی يې سمدلاسه له ځمکې څخه پورته کوي او د کثافاتو صندوق ته يې اچوي. دغه راز دوی ته د چاپېريال ساتنې په اړه لازم معلومات ورکوي چې له امله يې ځينو کسانو بد عادتونه بدل کړي او دغه سيمه هم د يوې پاکې سيمې په توګه ګرځېدلی ده.

په ٢٠٠٤ کال کې شو هوی په نينګ بو ښار کې د نمونوي بهرني کارکوونکي وياړ تر تر لاسه کړ. د نينګ بو ښار د چاپېريال ساتنې ادارې مشرې جانګ جو فې چې د دغو غوره کارکوونکيو په ټاکنه کې يې شو هوی کانديد وکړ، وويل

شو هوی په جدی توګه کار کوي او خپله شخصي ګټه پريږدي . نو په ٢٠٠٤ کال کې مې هغه د غوره کارکوونکي د ټاکلو لپاره نوماند وکړ.

د ٢٠٠٤ کال پر دغه وياړ سربيره د شو هوی نورې وياړنې هم ډېرې دي. د بېلګې په توګه د ٢٠٠٧ کال په می کې هغه د نينګ بو ښار د غوره کارکوونکيو په توګه وټاکل شو. څلور مياشتی وروسته بيا د جه جيانګ ولايت د هغو لسو تنو نمونوي کارکوونکو څخه وشميرل شو چې د غوره کسبي اخلاقو خاوندان دي. څو ورځې مخکې شو هوی په وياړ سره د اولمپيک لوبو د مشال ليږدونکی په توګه هم وټاکل شو.

په همدی وخت کې يوه ستونزه چې له اوږدې مودې راهيسی د شو هوی د انديښنې وړ وه، په وروستيو ورځو کې حل شوی ده يعنی د دايمي اوسېدونکو ثبتولو د پخواني جدي نظام له مخې چې د شو هوی په څېر له نورو سيمو څخه راغلو کارکوونکو

په ښار کې د دايمي هستوګنې اجازه او د ښاريانو په څېر د درملنې او ټولنيز ضمانت نه درلود. په وروستيو کلونو کې د چين حکومت دغه نظام بدل کړی چې له امله يې د وګړيو تګ راتګ لپاره مساعده زمينه برابره شوې ده . د يادونې وړ خبره دا ده چې د نين بو ښاروالۍ له بهرنيو ځايونو څخه د راغلو کارکوونکو لپاره د ټولنيزې بيمې په اړه يو سند خپور کړ چې له مخې به يی دوه مليون او اته سوه او پنځوس زره تنه دغه ډول کارکوونکی د ښاريانو په شان د کار په مهال د ټپی کېدو ، د سختو ناروغيو درملنې ، تقاعدۍ ، بی کارۍ او زېږېدنې په شمول له پنځو ټولنيزو بيمو څخه ګټه واخلي. په دې توګه شو هوی ډېر خوښ او خوشحال دی. هغه وويل

نينګ بو ته د راتګ په پيل کې زما يوازنۍ موخه د يو ثابت کار موندل و او د کومې وياړنې تر لاسه کولو په هکله می هيڅ خيال نه درلود ، نن ورځ حکومت موږ ته ډيره پاملرنه کوی او په ښار کې د دايمی هستوګنې په اړه زما هيله رښتينی شوې ده.