<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-07 18:13:40    
کاناډا به په ٢٠١١ کال کې له افغانستان څخه خپل سرتيري وباسي

cri

د سين هوااژانس د خبر له مخې: د کاناډا د ملی دفاع وزير پيتير ګوردون ماکی د اپريل په شپږمه نېټه وويل هغه هيواد به د ټاکلې مودې له مخې د ٢٠١١ کال په پای کې له افغانستان څخه خپل سرتيري وباسي.

نوموړي په همدې ورځ وويل د دغه هيواد پوځ به د کاناډا د پارلمان د پريکړې له مخې د ٢٠١١ کال له دسمبر مخکې له افغانستان څخه ووځي، خو يو شمير کسان به د افغانستان له بيا رغونې سره د مرستې په موخه په دغه هېواد کې پاتی شي.

نوموړي هم افغانستان ته د ناتو د غړيو هيوادونو د هغې پريکړې خوښې څرګنده کړه چې د دغه هيواد جنوب ته به نور زيات سرتيري ولېږي.