<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-07 18:56:19    
د اولمپيک لوبو د نړيوالې کميټې چارواکي وايی بېجينګ به يوه دوره غوره اولمپيک لوبې تر سره کړي.

cri

د چين د سن هوا اژانس د خبر له مخې د اولمپيک لوبو د نړيوالې کميټې غړي کيوان ګوسپير د اپريل په اوومه نېټه په بېجينګ کې څرګنده کړه چی بېجينګ به يوه دوره غوره اولمپيک لوبې تر سره کړي.

ښاغلي کيوان ګوسپير په همدې ورځ د نهه ويشتمې دورې اولمپيک لوبو په اړه د نړيوالې کميټې د همغږۍ کميټې د مرستيال په توګه د اولمپيک نړيوالې ټولنې د شپاړلسمې دورې په غونډه کې برخه والو ته وويل چې دغې کميټې په تېرې اوونۍ کې د اولمپيک لوبو لپاره د بېجينګ له تيارۍ څخه وروستی کتنه وکړه. هغه د بېجينګ د اولمپيک لوبو د انتظامی کميټې د کارونو لوړه ستاينه وکړه.

دغه راز د ياد شوي کميټې مشر حين ويربروګين د خبري رسنيو سره د مرکې په ترڅ کې هم د بېجينګ د کارونو په اړه خوښی څرګنده کړه.