د چين سن هوا اژانس د خبر له مخې: د بېجينګ د اولمپيک لوبو د انتظامې کميټې د مطبوعاتی څانګې مشرې وانګ هوی د اپريل په اوومه نېټه په بېجينګ کې د اولمپيک لوبو د سپيڅلې مشال د ليږدونې حالت په اړه يوه مطبوعاتی غونډه کې څرګنده کړه چې د سپيڅلې مشال د ليږدونې په بهير کې د تبت د لږو بېلتون غوښتونکو ويجاړونکی کړه وړه سخت غندل شوی ده.
وانګ هوی وويل په لندن کې د مشال د ليږدونې په بهير کې د تبت څو تنه بېلتون غوښتونکو څو څو ځله د امنيتي کرښې څخه په تېريدو سره د مشال پر ليږدونکو بريد وکړ. د بريتانيا پوليسو دغه وګړي نيولی دي.
وانګ هوی وويل د اولمپيک لوبو سپيڅلی اور له نړيوالو وګړيو سره تړاو لري. دا چې د لږ وګړيو له خوا د اولمپيک د روحيی ضد کړه وړه کوي حتماُ به له ناکامۍ سره مخامخ شي.