د اپريل اوومه نېټه د روغتيا له نړيوالې ورځې او د روغتيا د نړيوال سازمان د جوړونې له شپيتمې کاليزې سره برابره ده. چين د دغه سازمان د يو جوړونکی هېواد کې د يو په توګه له دغه سازمان سره ښې همکاری کړې دي. د ٢٠٠٦ کال د نوامبر په نهمه نېټه مېرمن چن مارګريت د روغتيا د نړيوال سازمان په يوه پټه غونده کې د دغه سازمان د عمومی مديرې په توګه وټاکل شوې وه. په دغه ټولټاکنه کې مېرمن چن مارګريت له ډېرو غوره حريفانو سره مخامخ شوه . خو هغې د چين د ټولو خلکو په ملاتړ سره دا برياليتوب تر لاسه کړ او د م م په ځانګړو ادارو کې يوازنۍ چينائی وشوه چې ډېر لوړ پوړې ماموريت په غاړه لري .
چن مارګريت چې عمر يی يو شپيته کاله دی، په ١٩٤٧ کال کې په هانګ کانګ کې زېږېدلې او په نړۍ کې د يوې مشهورې او د درناوی وړ روغتيايی چارواکې په توګه په عامو روغتيايی چارو کې ښه تجربه لری . په تېره بيا د ساری ناروغيو د وقايی ، د روغتيايی تګلارې او د چاپيريال د ساتنې په ګډون ډېرو ساحو کې ښه معلومات لری . په ١٩٩٤ کال کې مېرمن چن مارګريت د هانګ کانګ د خاصې ادارې ناحيې د روغتيايی ادارې د لومړنی ښځينه مشرې په توګه وټاکل شوه. د روغتيا نړيوال سازمان د عمومی مديرې د ټاکل کېدو وروسته مېرمن چن څرګنده کړه (( البتا د روغتيا نړيوال سازمان د ټولو سيمو ، هېوادونو او خلکو د عامه روغتيا مسئلو د حل په هکله مسؤليت لري ، خو مونږ بايد لومړی هغو هېوادونو او خلکو ته چې بيړنې مرستې ته اړتيا لري ، مرستې برابرې کړو . ))
عمومي مديرې چن مارګريت په خپلو کارونو کې مهمې دندې په شپږو برخو
وويشلې او د افريقايانو او د ټولې نړۍ د ښځو روغتيايی مسئلې يی د دوو مهمو مسئلو په توګه وټاکلې. هغه تل د روغتيا د نړيوال سازمان او نړيوالې ټولنې د ځواکونو له لارې د افريقاييانو او د ټولې نړۍ د ښځو د روغتياد مسئلې د حل و فصل لپاره هڅه کوي. ځکه د ناروغيو له امله د افريقايانو او د بي وزلو هېوادونو د ښځو په وړاندی پرتې ستونزې د زغملو وړ نه دي او دغه حالت بايد بدل شي .
مېرمن چن مارګريت چې په روغتيايی چارو کې يوه کارپوه ده او د عامه روغتيايی چارو په ادارې کې ډيرې ښې او تجربې لری. نو
د روغتيا د نړيوال سازمان د اړوندو کارونو او د دغه سازمان د راتلونکي سيستم په هکله خپل بشپړ پلانونه او نظريې لري .
مېرمن چن مارګريت د چين د حکومت له خوا د ټاکل شوي کانديدې په توګه د
ټولتاکنو په بهير کې د چين د مرکزي حکومت او د هانګ کانګ د ځانګړې سيمې د حکومت ټينګ ملاتړ تر لاسه کړي دي . هغې وويل (( دا زما لپاره د ډير وياړ کار دي . ځکه دا لومړي ځل دي چې يوه چينی ښځه د م م په يو سازمان کې د مشرۍ دنده په غاړه اخلي . زه به د دغه فرصت څخه په استفادې سره خپل کارونه په ښه توګه تر سره کړم چې دا به خپل هېواد ته زما تر ټولو ښه خدمت وي .
ګرانو اوريدونکو ، د دې پروګرام په پای کې ستاسو څخه يوه پوښتنه لرم چې مېرمن چن مارګريت د م م د سازمان په کومه اداره کې د مشرې په توګه وټاکل شوه . که تاسی په خپلو ليکونو کې دغې پوښتنې ته سم ځواب ورکړئ ، نو د يوې مناسبې جايزې ګټونکي به شئ .