<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-08 17:20:04    
د بېجينګ اولمپيک لوبو سپيڅلي مشال لېږدولو فعاليت په پارس کې بشپړ شوی دی.

cri

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، له چين نه بهر په پنځم تم ځای کې د بېجينګ اولمپيک لوبو د سپيڅلي مشال لېږدولو فعاليت د اپريل په اوومه نېټه د فرانسې په پارس کې تر سره شوی او د تبت خپلواکۍ ځينو غوښتونکو له ليری کولو وروسته بشپړ شوی دی.

د سپيڅلي مشال لېږدولو فعاليت د پيل مراسم د اوومې نېټې غرمې په دوولسو بجو او دېرشو دقيقو د پارس په ايفيل اوسپنيز څلي کې تر سره شول او لومړی مشال لېږدونکی پخوانی نړيوال اتل فرانسوی ستيفني دياګانا و. د فرانسې پخواني صدر اعظم په دغو مراسمو کې وويل د اولمپيک لوبو سپيڅلي مشال لېږدولو د فعاليت له لارې ټول نړيوال د اولمپيک تر رڼا لاندی دي او د اولمپيک لوبې د بېلا بېلو وګړيو ترمنځ توپيرونه ليري کولای شي.