<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-08 17:45:45    
د بېجينګ د اولمپيک لوبو په اړه کلتوري فعاليتونه پرانيستل شول

cri

د مارچ په شلمه نېټه د چين د اوپرا مرکزي ډلې د بېجينګ په موسيقۍ تالار کې يوه لويه ننداره وړاندی کړه چې له مخې يې د بېجينګ د اولمپيک لوبو په اړه لوی کلتوري فعاليتونه په رسمي توګه پرانيستل شول چې نيم کال به دوام ولري. (اواز)

بېجينګ به په راتلونکي اګست کې د نهه ويشتمې دورې اولمپيک لوبو کوربه وي. دغه لوبې نه يوازی د ورزش او سپورت په برخه کې لويې لوبې دي، بلکی د نړۍ د بېلا بېلو سيمو او قومونو تر منځ د هنر او کلتور يوه تبادله هم ده. د بېجينګ اولمپيک لوبو د تشکيلاتی کمېټې او د چين د کلتور وزارت د پلان له مخې به د مارچ له شلمې نېټې څخه د راتلونکي سپتمبر تر پايه پوری د يو سل او څلويښت ډولونو شپږ سوه غوره شوې نندارې په بېجينګ کې نندارچيانو ته وړاندی شي. د چين دوديزه اوپراګانې، عصری اوپرا، کنسرټ، د سندرو او نڅا نندارې، قومي موسيقی، اکروباتيک او فولکلوري هنر په شمول رنګارنګ پروګرامونه په دغو نندارو کې شامل دي.

د چين د کلتور وزارت د هنر ادارې مرستيال ليو جونګ جون زموږ له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل دا د تېرې پېړۍ له پنځمې لسيزې راهيسی په چين کې لوی کلتوري فعاليتونه دي چې ډولونه يې ډېر زيات دي. هغه وويل ټولې نندارې کلاسيکي بڼه لري او د ټکټونو بيې هم ټيټې دي. دی وايی

د ننداری ټول پروګرامونه په هېواد کې غوره شوي دي. د وروستيو کلونو پر ښو پروګرامونو سربيره، دوديز او کلاسيک پروګرامونه هم ليدل کېږي. د اولمپيک لوبو له پرانيستلو څخه د سل ورځو او پنځوس ورځو د پاتی کېدو په شمول مهمو وختونو کې به تر دې سرليک لاندی هم يو لړ نندارې وړاندې شي. دغه نندارې به د اولمپيک لوبو لپاره د خوښۍ او خوشحالۍ فضا جوړه کړي او نندارچيانو ته به د هنري احساس فضا برابره کړي. د نندارو د ټکټونو بيې ټيټې دي. حکومت د ځايونو د کرايې لګښت پر غاړه لري او نندارې وړاندې کوونکيو ته مرستنديه پيسی هم ور کوی، نو ځکه نندارچيان په ټيټه بيه نندارې شي.

ښاغلي ليو جونګ جون وويل د سوداګريزو نندارو په پرتله، د دغو نندارو د ټکټونو بيې نيمه برخه ټيټې دي. پر دې سربيره، ترتيب کوونکی د زده کوونکيو په شمول ځانګړو ډلو لپاره ارزانه ټيکټونه وړاندی کوی.

د دغو کلتوري فعاليتونو د ټکټونو د پلورلو مسئول لو کای وانګ د بازار په اړه پوره باور لري. دی وايی

له نن څخه د راتلونکي سپتمبر تر پايه پوری به شپږ سوه نندارې وړاندې شي يعنی په منځنی توګه به هره مياشت سل نندارې وړاندې کېږی. د اولمپيک لوبو په ترڅ کې به هره ورځ څو نندارې تر سره شي. په هغه وخت کې به بېجينګ د ډېرو سيلانيانو هر کلی وکړي چې د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو او سيمو څخه راشي. دوی په خپله خوښه نندارې غوره کولای شي.

د يو شمېر کسانو د دغې انديښنې په اړه چې د نندارچيانو کيفيت لوړ نه دی، ښاغلي لو کای وانګ وويل دغه نندارې په تياترونو کې تر سره کېږی او د

نندارچيانو کيفيت ته هم ډېره اړتيا شته. خو په وروستيو کلونو کې بېجينګ د نندارچيانو د اخلاقی سويې د لوړتيا لپاره ډېر کوششونه کړي دي. نو هغه باور څرګند کړ چې د نندارې وړاندې کوونکيو په شمول اړوندې خواوې به د نندارچيانو په اړه خوښ وي.

د معلوماتو له مخې، د چين د کلتور وزارت هم بهرنيو هنري ډلو ته بلنه ور کړې چې د بېجينګ د اولمپيک لوبو د رارسېدو په موده کې له چينی هنرمندانو سره يو ځای چينی او بهرنيو نندارچيانو ته په زړه پوری نندارې وړاندی کړي. پر دې سربيره د بېجينګ يو شمېر موزيمونه او هنري تالارونه هم د نندارتونونو لپاره تياريانی نيسی چې تر وسی پوری نندارچيانو ته د چين عنعنوی کلتور او عصری هنر انځور وړاندی کړي.