د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې جيانګ يو د اپريل په اتمه نېټه په پاريس کې د بېجينګ اولمپيک لوبو د سپيڅلي مشال د لمبې وژل کېدو د خبر په هکله وويل دغه خبر واقعی نه دی. د مشال د امنيت د ساتنې لپاره د مشال لېږدولو په بهير کې لارې چارې يې په لنډ مهالي توګه بدل شوې. اوس په پاريس کې د مشال لېږدولو بهير د ټاکلي پلان سره سم بشپړ شوی دی.