<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-08 17:57:19    
د چين او کاناډا ترمنځ د کرنې ددايمی پرمختګ د پروژې له امله د چين په لويدځه سيمه کې کرنې پرمختګ کړی دی

cri

د چين په لويديځه سيمه په تېره بيا په شمال لويديځه سيمه کې طبيعی شرطونه ښه نه دی او په ونو پوښل شوی ځنګلونه کم دی. په تېرو شلګونو کلونو کې د ځمکو د زياتې کرکيلې او شپونتوب له امله ايکولوژيکی چاپيريال خراب شوی او د کرنې توليد له زياتو ستونزو سره مخامخ شوی دی. له وروستيو کلونو راهيسی د دغه حالت د بدلولو لپاره چين د کاناډا له تجربو څخه ګټه اخيستې او په لويديځه سيمه کې يی د چين او کاناډا ترمنځ د کرنې د دايمی پرمختګ پروژه پيل کړې چې له امله يې په دغه سيمه کې کرنې پرمختګ کړی او سيمه ايزې کرنې ته يې نوي هيلې رسولې دي.

دغه پروژه د چين او کاناډا له خوا په ګډه سره تر سره کيږي چې موخه د روزلو له لاری د بزګرانو له خوا د کرکيلۍ ځمکو ساتونکی تکنالوژی تر لاسه کول او د ځمکو دايمی کارونه ده. په ٢٠٠٥ کال کې پنځه کلن پروژه د چين په ګان سو، د سينجيانګ په خپلواکه سيمه، د داخلی مغولستان او شی چوان په ولايتونو کې پراخه شوې ده.

د دغه تکنالوژۍ له مخې د ځمکو د کرکيلۍ شمېر کميږي او په ځمکو کرهڼيز توکي پوښل کيږي چې له امله به يې ځمکو ته د سېل د زيانونو مخنيوی وشی او د ځمکو جوړښت ښه شی او د کرکيلۍ لګښت په سلو کې ٢٠ ته کم شی.

د خبر له مخې په تاريخ کې کاناډا د چين د لويديځې سيمې په شان له دغې مسئلې سره مخامخ و.د لومړی نړيوالې جګړې په موده کې د کاناډا بزګرانو په ځمکو کې له

حده زيات کرکيلی چې له امله يې زيانونه رسولی او يو لړ ايکولوژيکی ناورينونه

رامنځته شوي دي.نو د دغه هېواد حکومت د شلمې پېړۍ په دريمه لسيزه کې د دغې تکنالوژۍ په څېړنه پيل وکړ چې زياتې تجربې ترې تر لاسه کړې دي.

ښاغلی برانت د کاناډا د دغې پروژې عمومی مدير دی. هغه وويل د دغې پروژې د پلی کولو له امله د ځمکو او چمنو د خرابولو حالت بدل شی او ځمکه په ښه توګه وساتل شی.

ميرمن جاو ګوي چين د کرنې کارپوه ده او په دغه پروژه کې يوه ګډون کوونکي ده.هغې وويل اوس مهال په عمده توګه د دغې پروژې پلی کولو په سيمه کې کليوالو فنی پروسنلو ته روزنه ور کړې چې اړونده تکنالوژی او افکار تر لاسه کړي.

ښاغلی برانت هم له دغې پروژې څخه خوښی څرګنده کړه او ويی ويل د چين حکومت د ځمکو د خرابولو مسئلې ته په درنه سترګه ګوري او د دغې پروژې زيات ملاتړ کوي، نو باور لري چې دغه پروژه به بريالی شی.

د معلوماتو له مخې دغه پروژه د چين په لويديځه سيمه کې د دوو کلونو لپاره پلی شوې او د پلټنې له مخې د دغې پروژې د غوره کولو له امله د ځمکو د کمښت مخنيوی شوی او ځمکنی جوړښت ښه شوی او د غلودانو توليدی اندازه هم په پر له پسی توګه زياته شوې ده.له پلان سره سم به تر ٢٠١٠ کاله پوری د دغې تکنالوژۍ په کارولو سره د ځمکو مساحت له څلور مليون هکتارو څخه زيات شی.