<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-08 20:14:53    
د اولمپيک لوبو د نړيوالې کميټې د مرستيال په وينا د بيجينګ اولمپيک لوبی به د چين او نړۍ لپاره ميراثونه وي

cri

د سين هوااژانس د خبر له مخې: د اولمپيک لوبو د نړيوالې ټولنې د استازيو د شپاړسمې دورې غونډه د اپريل له اوومې نيټې څخه تر نهمې نيټې پوري په بيجينګ کې تر سره کېږي. د المان د اولمپيک لوبو د کميټی مشر او د اولمپيک لوبو د نړيوالې کميټې مرستيال توماس باچ په غونډه کې وويل د ٢٠٠٨ کال اولمپيک سپورتي لوبی به چين ته د نړۍ له خوا ورکول شوی کلتوری ميراث او هم نړۍ ته د چين له خوا ورکول شوی کلتوری ميراث وي.

ښاغلي باچ دا نظر څرګند کړ چې له يوې خوا به د بيجينګ د اولمپيک سپورتي لوبو تر سره کولو له لاری د اولمپيک روحيه په چين کې خپريدای شي او له بلې خوا به چينايان له اولمپيک سره نژدی نور هم شي.

هغه د اولمپيک لوبو لپاره د بيجينګ د تدارکاتي کارونو لوړه ستاينه وکړه او باور يې څرګند کړ چې بيجينګ د اولمپيک لوبو د برياليتوب تر سره کولو توان لري.