<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-09 16:17:32    
دوهم لوست_ مننه او بخښنه

cri

وۍ : السلام عليکم ! د چينی ژبې زده کړې نهه سوه جملو ته مو هرکلی کوم،زه وۍ وۍ يم .

تايب : السلام عليکم ! زه خوشحال تايب يم .

وۍ : په تېر لوست کې مو د سلام کولو او روغبړ په اړه ځينی کلمې يا جملې زده کړې . د نن ورځې لوست ته له رسيدو مخکې به تېر درس ته يوه لنډه کتنه وکړو .

تايب : سمه ده . لومړی به د تېر لوست ديالوګ سره واورو .

وۍ : سمه ده ، راځئ چې ورته غوږ شو!

د لومړی لوست مرکې

لومړۍ مرکه :

أ : ني هاو

ب : ني هاو

أ : نين هاو

ب : نين هاو

دوهمه مرکه :

أ : ني جياو شن مه مينګ زه ؟

ب : وو جياو وانګ لونګ .

أ : ني جياو شن مه مينګ زه ؟

ب : ليولو .

درېيمه مرکه :

أ: دا زما پېژندکارډ دی .

ب : خير اوسئ،مننه !

أ : ډير وخت مو نه دی سره ليدلی . تاسی ښه ياست ؟

ب : ښه يم . مننه کوم .

وۍ : همدا اوس مو تېر لوست واوريد. مونږ بايد دې ته پام وکړو چې السلام عليکم په چينی ژبه کې داسی ويل کیږی ني هاو.

تايب : ني هاو

وۍ : په چينی ژبه کې ني جياو شن مه مينګ زه يعنی ستا نوم څه دی؟

تايب : ني جياو شن مه مينګ زه ؟

وۍ : تاسو به اوس پوهېږئ چې چينی ژبه ( ډير وخت مو نه دی سره ليدلی ) څرنګه ويل کيږی ؟

تايب : هو ، په چينی ژبه وايو : هاو جيو بو جيان .

وۍ : ډېر ښه ! دا يوه پوښتنه هم وه چې د تېر لوست په پای کې مو کړې وه .نو درنو اوريدونکو يی سم ځواب زده او که نه ؟ ( ډير وخت مو نه دی سره ليدلی ) په چينی ژبه داسی ويل کيږی : هاو جيوبو جياو .

تايب : هاو جيو بو جيان . ډېر ښه ! اوس به مونږ نوی درس زده کړو .

لومړی ، شيې شيې . شيې شيې ني . دوهم، فۍ چانګ ګن شيې . درېيم ، بو يونګ شيې . څلورم ، دوی بو چي . پنځم ، مۍ ګوان شي . شپږم ، مۍ شه .

وۍ : که غواړئ له چا څخه مننه وکړئ ، نو ويلی شی : شيې شيې .

تايب : شيې شيې . ما دغه کلمه په لومړی لوست کې اوريدلی وه .

وۍ : شيې شيې يعنی مننه . خو شيې شيې ني،هم ويلی شئ .

تايب : شيې شيې ني .

وۍ : ني د ته يا تا معنی ورکوي .

تايب : ني

وۍ : که غواړی چې زياته مننه وکړئ نو ويلی شئ : فۍ چانګ ګن شيې .

تايب : فۍ چانګ ګن شيې .

وۍ : فۍ چانګ يوه قيد کلمه ده او د ډير معنی ورکوی . شيې شيې يعنی مننه . فۍ چانګ ګن شيې . ډيره مننه .

تايب : ډيره مننه .

وۍ : که يو کس تاسو ته و وايی شيې شيې يعنی له تاسو مننه وکړي نو تاسو به څرنګه ځواب ورکوی ؟ د مننې وړ نه دی يعنی بو يونګ شيې .

تايب : بو يونګ شيې .

وۍ : بو يونګ يعنی وړ نه دی او شيې يعنی مننه . بو يونګ شيې يعنی د مننې وړ نه دی .

تايب : بو يونګ شيې .

وۍ : مونږ به دغه نوی کلمې يا جملې يو ځل بيا تکرار کړو . مننه يعنی شيې شيې يا شيې شيې ني ، يعنی مننه يا ستاسې څخه مننه .

تايب : شيې شيې . په چينی ژبه کې دې ورته عبارت څه دی ؟

وۍ : شيې شيې ني . ني د تا معنی ورکوي .

تايب : شيې شيې ني . نو بيا ډيره مننه څرنګه ويل کيږی ؟

وۍ : فۍ چانګ ګن شيې .

تايب : د مننې وړ نه دی په چينی ژبه کې څرنګه ويل کيږی ؟

وۍ : بو يونګ شيې .

تايب : بو يونګ شيې .

وۍ : سمه ده . اوس به يوه مرکه سره واورو . د لي لي کمپيوټر خراب شوی او همکار يی وانګ نان له دی سره مرسته کوي.

لومړی مرکه

لي لي : ډېره مننه .

وانګ نان : د مننې وړ نه دی .

وۍ : سمه ده . اوس به مونږ د بخښنې په اړه ځينی چينی کلمې زده کړو .

تايب : سمه ده .

وۍ : بخښنه په چينی ژبه کې يعنی دوی بو چي .

تايب : دوی بو چي .

وۍ : که يو کس تاسو ته دوی بو چي ووايی تاسو به څرنګه ځواب ورکوئ ؟

تايب : مۍ ګوان شي .

وۍ : ډير ښه . سمه ده . مۍ د نه معنی ورکوي . پروا نه شته يعنی مۍ ګوان شي .

تايب : مۍ ګوان شي .

وۍ : يوبل عبارت هم ويل کيږی او هغه دی : مۍ شه اړ .

تايب : مۍ شه اړ .

وۍ : مۍ يعنی نه يا نه شته . شه اړ يعنی پروا .

تايب : مۍ شه اړ يعنی پروا نه شته ، يا پروا نه لري .

وۍ : مونږ به دغه کلمې يو ځل بيا تکرار کړو . دوی بو چي يعنی بخښنه غواړم .

تايب : دوی بو چي .

وۍ : مۍ ګوان شي . پروا نه لری .

تايب : مۍ ګوان شي .

وۍ : مۍشه اړ هم ويل کيږی .

تايب: مۍ شه اړ .

وۍ : ډير ښه! مونږ به يوه مرکه په ګډه سره واورو .

دوهمه مرکه

أ: دوی بو چي

ب : مۍ ګوان شي

أ : دوی بوچي

ب : مۍ شه اړ

وۍ : تاسو پوه شوی ؟

تايب : مننه .

وۍ : سمه ده . مونږ به ځينو مهمو کلمو ته يوځل بيا کتنه وکړو چې په چين کې ډيرې کارول کيږی .

تايب : سمه ده . تاسويی لومړی ووايئ او زه به يی درپسی تکرار کړم .

وۍ : مننه په چينی ژبه کې يعنی شيې شيې .

تايب : شيې شيې

وۍ : شيې شيې ني هم ويل کيږی .

تايب : شيې شيې ني .

وۍ : ډيره مننه يعنی فۍ چانګ ګن شيې .

تايب : فۍ چانګ ګن شيې .

وۍ : په ځواب کې بو يونګ شيې ويل کيږی . بو يونګ شيې

تايب : بو يونګ شيې .

وۍ : مۍ شه اړ هم ويل کيږی .

تايب : مۍ شه اړ .

وۍ : بخښنه په چينی ژبه کې څرنګه ويل کيږی ؟

تايب : دوی بو چي

وۍ : سمه ده . اوس به نننی دوه مرکې يو ځل بيا واورو .

لومړۍ مرکه

لي لي : ډيره مننه .

وانګ نان : د مننې وړ نه دی .

دوهمه مرکه

أ: دوی بو چي

ب : مۍ ګوان شي

أ : دوی بوچي

ب : مۍ شه اړ

وۍ : د نننی لوست له پای ته رسيدو نه مخکی اوس د چينی کلتور په اړه لږ څه معلومات واورئ .

چينايان ډير مېلمه پال خلک دي . په چين کې داسی دود شته چې خلک ترټولو نه ښه خواړه مېلمنو ته وړاندی کوي . کوربه تل د يوې مېلمستيا لپاره څو ورځې مخکی د چمتوالی په نيولو پيل کوي . که څه هم تيار شوي خواړه ډير غوره وی خو دوی بياهم وايی چې ډېر ښه خواړه يی نه دي چمتو کړي دی او تاسو يی په زغم سره وخوری . له دې څخه مېلمنو ته احترام او درناوی څرګنديږی .

وۍ : د پروګرام په پای کې يوه پوښتنه کوو هغه دا چې په چينی ژبه کې بخښنه غواړم څرنګه ويل کيږی ؟

تايب : هيله ده درنو اورېدونکيو تاسې خپل ځوابونه راواستوئ ! ستا ځواب د بريښناليک له لارې رارسيدلی شی . پته يی ده :pushtu@chinabroadcast.cn که د دغه پروګرام په اړه لازيات معلومات غواړی نو زمونږ ويبپاڼه هم کتلی شی . pushu.cri.cnمننه کوو . د خدای په امان .