د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين صدراعظم ون جيا باو د اپريل په نهمه نېټه په بېجينګ کې د اولمپيک لوبو د نړيوالې کميټې له مشر جاک لوګ سره وکتل.
صدراعظم ون جيا باو څرګنده کړه په ٢٠٠٨ کال کې د بېجينګ اولمپيک لوبې د نړيوالو وګړيو لپاره يوه خوشحالی پېښه ګڼل کېږي. اوس سپېڅلی مشال د ګردې نړۍ په بېلا بېلو برخو کې کې ليږدول کېږي. سپيڅلی ډيوه د سولې، دوستۍ، پرمختيا او رڼا نښه ده. چين باور لري چې د اولمپيک سپېڅلی مشال نه مړ کېږي.