<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-09 21:47:54    
د بنسټيزې ښوونې شپږم لوړ پوړی فورم پرانيستل شو

cri

په علمي پرمختګ سره د غوره بنسټيزې ښوونې يعنی د همغږي ښوونځي او په ښوونځي کې د کلتوري ابادۍ شپږم لوړ پوړی فورم د ٢٠٠٨ کال د اپريل له دوولسمې نېټې څخه تر ديارلسمې نېټې پورې په بېجينګ کې تر سره شو. دغه فورم د ښوونې چارو وزارت د ښوونيزو معلوماتو مرکز په منظورۍ سره د بنسټيزې ښوونې مجلې له خوا جوړ شوی دی. د چين د اړوندو اداري څانګو، ښوونيزو شخصيتونو او څېړنيزو سازمانونو استازيو، د بېلا بېلو ښوونځيو مشرانو او ځانګړيو استازيو په دغه فورم کې ګډون وکړ او په ښوونځيو کې يې د کلتوري ابادۍ او د همغږي ښوونځي د جوړولو، په ښوونځيو کې د امنيت، چاپېريال ساتلو، معلوماتي کېدو او پرمختګ په اړه د تجربو او نظريو تبادله وکړه.

د دغه فورم سرليک د ښوونځي کلتور ابادي او د همغږي ښوونځي جوړول دي. د ښوونځي کلتور ابادي په ښوونځي کې د ښوونې يوه مهمه تشکيلاتي برخه او د سوسياليزم د ابادۍ د هراړخيزې رونې لپاره يو نه بېلېدونکی ګام دی چې په ښوونځي کې د ښوونيزې مفکورې، موخې، ځانګړتياوو او رول تر سره کولو لپاره به

ګټه ولري او د بنسټيزې ښوونې د کيفيت د پر له پسې لوړولو تضمين به وکړي. د ښوونځي کلتور ابادي د همغږي ښوونځي د جوړولو يو ډېر مهم ټکی دی.

په علمي پرمختګ سره د غوره بنسټيزې ښوونې لوړ پوړی فورم پنځه دورې غونډې تر سره شوې دي. د دغه فورم د شپږمې دورې په ترڅ کې د علمي پرمختيايی نظريې په پوره پلی کولو، د وګړيو ګټو ته په نظر کې نيولو، د بنسټيزې ښوونې په ښه پرمختګ او د همغږۍ ټولنې په جوړولو سره د ښوونځي کلتور د پرمختګ، د ښوونځي کلتور او پرمختګ، د ښوونځي کلتور او همغږي ښوونځي ترمنځ د اړيکيو په اړه يو لړ غونډې تر سره شوې دي.