<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-10 16:51:14    
يو ښار دوه اړخونه (٢)

cri

د شانګهای او بېجينګ تر منځ الوتنې کابو يو ساعت او شل دقيقې ونيولې . په لاره سپوږمۍ د شانګهای په اړه معلومات راکول : شانګهای د هنر او تاريخ موزيم لري چې د چين د ښکليو هنرونو مجموعې په خپله لمنه کې رانغاړي . په دې ډول شانګهای د طبيعي پوهنو مرکز هم دی . حکومت د هنر او هنرمندانو ډېر ملاتړ کوي او د دوی لپاره ښکلي پروګرامونه لري .

په شانګهای کې الوتنه د دغه ښار په پخواني هوايي ډګر راکښته شوه . شانګهای دوه هوايي ډګرونه لري ، يو يې پخوانی دی چې د کورنيو الوتنو لپاره کارول کېږي او بل يې نوی جوړ شوی چې د نړيوالو الوتنو لپاره کارول کېږي . د شانګهای پخوانې او زوړ هوايي ډګر چې د کورنيو الوتنو لپاره کارول کېږي همغه اسانتياوې لري لکه په بېجينګ کې يې چې نړيوال هوايي ډګر لري .

ډېر پام مې کاوه چې پر لاره مې له سپوږمۍ فاصله ډېره نه شي ، ځکه د چينايانو له څېرو سره اشنا نه وم او ټولې څېرې راته يو ډول ښکارېدې ، اندېښنه راته پيدا شوه چې زه او سپوږمۍ سره ورک نه شوو او د سپوږمۍ په ځای له بل چا سره روان نه شم ، خو لږ بختور وم ، سپوږمۍ اوږد سور کوټ اغوښتی و ، نو دا مې په جامو سيي کوله .

له هوايي ډګره نېغ سړک ته راووتو او هغو کرښو ته مو ځان برابر نه کړ چې هلته په ټکسي کې د کېناستلو لپاره جوړې شوې دي ، بلکې پر عکس سړک ته راووتو . دا زموږ تېروتنه وه ، ځکه دلته له کرښو د باندې په ټکسي کې نه شوی کېناستلای . موږ بايد هغو ليکو او کرښو ته ورغلي وای چې د مساپرو لپاره ټکسي ته د ختلو لپاره جوړې شوې دي . موږ بېرته خپله لاره بدله کړه او کرښې ته مو ځان برابر کړ . دلته يو سړی ولاړ دی چې ځانګړې جامې يې اغوستې دي ، ټکسي موټر په څلورو کرښو کې ولاړ دي . هر چا ته په اشاره او يا په خبرو يوه ټکسي په ګوته کوي او خلک په بيړه ، بيړه ټکسي ته خيژي .

ټکسي ته له ختو سره سم ، چلوونکي خپلې مخې ته د ميټر تڼۍ کښېکاږله . ميټر خپله اندازه کول پيل کړل . ماشين يا په بله وينا کېسټ په چيني او انګريزي ژبه د ټکسي چلوونکي لپاره موږ ( سورلۍ) ته ښه راغلاست ووايه . په چين کې ټکسي چلوونکي ځانګړې جامې لري او ډېری ټکسي په سوداګريزو کمپنيو يورې تړاو لري . شخصي ټکسي دومره ډېرې نه ليدل کېږي .