<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-10 16:49:21    
په چين کې د اولمپيک لوبو له فرصت څخه په استفادې سره د سګريټ کنترول تدبير

cri

ټولو ته معلومه ده چې سګريټ څکل روغتيا ته زيان رسوی . په چېن کې هر کال يو مليون تنه د سګريټ څکلو له امله د رامنځته شويو ناروغيو په اخته کېدو مړه کېږي. د بېجينګ ښاروالی په وروستيو ورځو کې د سګريټ څکلو ممنوعيت په موخه د يوه غوره ټولنيز چاپيريال برابرولو لپاره اعلان وکړ چې په رستورانټ ، هوټل ، روزونکی مرکز او سيل ځاي په شمول عامه ځايونو کې د سګريټ څکلو اجازه نشته چې دغه تدبير د ګڼ شمير وګړيو د هر کلی وړ دی.

د بېجينګ د وان جينګ په سيمه کې اوسيدونکې ميرمن سون شياو يا وويل

زه د خپل ميړه له سګريټ څکلو څخه ډېر نفرت يم . کله چې دی سګريټ څکی ، ليرې تښتم . دده ميړه لي جين هوا دېرش کاله دمخه د سګريټ په څکلو پيل وکړ او سګريټ څکل دده د ژوندانه يوه برخه ده . ښاغلي لي وويل د خوشحالۍ يا خپګان کارونه او يا په رستورانت کې ډوډۍ خوړل او غونډه جوړول ټول د سګريټ څکلو لاملونه دي.د بېجينګ ښاروالي په اعلان کې که څوک په عام ځای کې سګريټ وڅکی ، پنځوس يوانه جريمه وکړی. د معلوماتو له مخې دغه ټاکنه به د راتلونکي مي په پای کې پلی شی. څرګنده ده چې د بېجينګ ښاروالي د روغتيايې ادارې چارواکي هيله لری چې د اولمپيک سپږنۍ سپورتي لوبې د سکريټ څکلو ممنوعيت د ښه فرصت په توګه وګرځي.

د بېجينګ د دوستۍ په نامه روغتون د تنفس څانګې ډاکټرې يون هونګ شياو

وويل په چين کې هر کال سل زره تنه وګړي چې د سګريټ څکوونکو تر بدو اغيزو لاندی مړه کېږي چې اکثريت يې ماشومان يا ښځې دي. دې وويل ماشومان د سګريټ

څکوونکو له بدو اغيزو څخه د ځان ژغورلو شعور نه لری ، دغه راز ددوی سږي او تنفس جهاز په اسانه توګه په ناروغيواخته کېږي . ښځې همداسی ديي . د هغو کسانو د سږي سرطان د پېښيدو انډول چې د سګريټ څکلو تر اغيزو لاندی دي ، د سګريټ څکوونکو په پرتله لوړ دی.

د معلوماتو له مخې تمباکو عامې روغتيا ته ډېر سخت زيانمن توکی دی . د روغتيا نړيوال سازمان د شمېرنې سره سم اوس په ټوله نړۍ کې يو مليارد او درې سوه مليون تنه سګريټ څکوونکي شته او هر کال پنځه مليون تنه د سګريټ څکلو په اړه ناروغيوله امله مړه کېږي . د دوه زره او دوهم کال د روغتيا په نړيوال راپور کې ليکل شوي چې که د سګريټ څکلو کنترول نه شی ، نو تر دوه زره او شلم کال پورې به هر کال نهه مليونه تنه به د سګريټ څکلو له امله مړه شی.

روان کال په چېن کې د تمباکو کنترول بنسټيز تړون د پلی کېدو درېم کال دی . د چين د ناروغيو کنترول مرکز په اړه د مزمنو ناروغيوکنترول مرکز مشر ميرمن جيانګ يون وويل چين د ياد شوي تړون د پلي کولو نظام د بشپړتيا لپاره يو لړ تدبيرونه غوره کړي دي . د چين حکومت د ياد شوي تړون د پلي کولو نظام جوړ کړی او اته وزارتونه پکې برخه لری.برسره پردې د تمباکو په اړوند قوانين اوس د

ترميمولو په حال کې دي د بېلګې په توګه د عامې روغتيا د اداره کولو مقررات او د تمباکو اعلانونه .

د ميرمن جيانګ په اند د بېجينګ په عامه ځايونو کې د سګريټ څکلو ممنوعت د نويو مقرراتو تر پلی کېدو وروسته به په عامه ځايونو کې د سګريټ څکونکو شمير

کم شی . زما په اند د سګريټ څکلو کنترول زمينه د څو کلونو د پخوا په پرتله ښه شوې او برخوال يې هم زياتېږي. نوويل کېږي چې ټولنيز دودونه ګام په ګام ښه شويدي.

د اولمپيک تر سپورتي لوبو پورې يوازی له سلو نه زياتې ورځې پاتي دي په بله ژبه څه باندی سل ورځې وروسته به د اولمپيک لوبې په بېجينګ کې پرانستل شی . د چين حکومت د اولمپيک نړيوالې ټولنې ته ژمنه کړې چې د اولمپيک لوبو په موده کې به په اړوندو ښارونو کې د سګريټ منع کولو عمليات پلی کړي. د متخصصانو په وينا د اولمپيک لوبو ترسره کول د سګريټ څکلو ښه فرصت دی ، خو دغه عمليات بايد په دوامداره توګه پلی شی.