<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-10 17:41:40    
د معيوب خطاط او انځورګر چای چی چينګ کيسې

cri

د چين د شينجيانګ د اويغوری قوم په خپلواکه سيمه کې يو مشهور معيوب خطاط او انځورګر شته چې چای چی چينګ نوميږی٠ که څه هم هغه يوازی يو روغ کيڼ لاس لری، خو د ده لخوا ليکل شوی يوې خطاطۍچې ٌ د زرو ښامارانو نقاشی ٌ نوميږی، په ٢٠٠٧ کال کې يوه هغه ستره جايزه ترلاسه کړ چې د چين په شانګهای کې د ګينيس د نړيوالو ريکارډونو د سازمان د فرعی څانګې لخوا ورکړل شوه ٠

د دغې خطاطۍ اوږدوالی شپږ پنځوس متره او پلنوالی يې څه کم يو متر دی چې ورباندی په بېلا بېلو بڼو د ښامار ٢٠٠٨ چينی کرکترونه ليکل شړی دي٠ دا خطاطی د چای چی چينګ لخوا په ګيڼ لاس په دری نيو کلونو کې ليکل شوې ٠ ښامار د چين توتم يعنی روحی نښه ده او د ښامار ٢٠٠٨ چينی کرکترونه په ٢٠٠٨ کال کې د چين په بيجينګ کې د اولمپيک سپورتی لوبو د ترسره کولو معنی لری او د خطاطۍ شپږ پنځوس متره اوږدوالی د چين شپږ پنځوس قومونه څرګندوی٠

چای چی چينګ اته څلويښت کلن دی، خو د بدن لوړوالی يې يوازی اويا سانتی متره او وزن يې يوازی شل کيلوګرامه دی، دوه پښې يې فلج دي، د ښی مټ اوږدوالی يې يوازی د کيڼ مټ له نيمې برخې سره برابر دی او ښی لپه يې په سخته توګه مړاوې شوې ده٠ لامل يې دا دی چې هغه د هډوکو د کمزورۍ په فطری ناروغۍ اخته شو٠ د ده مشر ورور چای چی لونګ وويل :

ٌ زما د کشر ورور اندامونه ان د ده د زيږيدو په وخت کې عادی نه وو او د کوچنيتوب په موده کې د ده هډوکي ډير کمزور وو او کله نا کله ماتيدل٠ ٌ

د چای چی چينګ دغه ناروغی ډير لږ ليدل کيږی او نشی جوړيدای٠ هغه لا د کوچنيتوب په موده کې د يو ځانګړی کراچی په أتکا دريده، خو د عمر په زياتيدو سره د ده ناروغی ګام په ګام سخته شوه او مجبورأ په کټ کې پريوت چې احساسات يې ډير خراب شول٠ خو د ده پلار په بېلابېلو شکلونو سره هغه وهڅاوه چې په جرأت سره ژوند وکړی٠ چای چی چينګ وويل:

ٌ په هغه وخت کې زما پلار او مور زه وهڅولم چې پخپله د پوهنې زده کړه وکړم٠ دوی ما ته د تصويرونو په مرسته د ليکونو او لغتونو د زده کولو په هکله کتابونه او د لومړنی ښوونځی درسی مواد راکړل ٠ دغه راز زما پلار ما ته د ژوند په هکله فلسفه او د زده کړو لپاره د سختو کوششونو په هکله د چينائيانو او بهرنيانو د بېلګو کيسې بيانې کړې٠ هغه نه يوازی زما پلار دی، بلکې زما لومړی ښوونکی هم دی چې زما د ژوند د ملا مهم تير ګڼل کيږی٠ ٌ

د پلار، مور او مشر ورور په مينه او هڅونه چای چی چينګ په شپږ کلنۍ کې د خطاطۍ او انځورګرۍ په زده کړو پيل وکړ٠ څرنګه چې دی روغ ښی لاس نه لری ، د کيڼ لاس ګوتې يې هم په أزاده توګه حرکت نشی کولای او د پښو د فلج کيدو له امله نشی دريدلای، خو ده د سختو تمرينونو له لاری د کيڼ لاس په وسيلې په کښناستلو سره انځورونه وکښل چې تر شل کلنۍ پوری يې څو لړيز البومونه او د بېلا بېلو ښوونځيو لپاره د سلايډ ( slide ) څه دپاسه دری زره انځورونه وکښل٠ څرنګه چې چای چی چينګ د خپل ځان لپاره د ژوند ښه لار پيدا کړې، نو د ده مور او پلار هم ډير خوشحاله دي٠ د ده مور وويل :

ٌ زه ډير خوشحاله يم چې زوی مې د ټولنې لپاره ګټور کار کولای شی، زه د ده له کار څخه ډير ملاتړ کوم، هر کله چې دی کار کوی، د ده تر څنګ تل ورسره مرسته کوم ٠ ٌ

چای چی چينګ د يوازنی روغ کيڼ لاس په وسيلې د خپل ژوند ځلانده پاڼه ليکلې ده ، نو د شينجيانګ څو پوهنتونه او زيات منځنی او لومړی ښوونځي کله نا کله هغه ته بلنه ورکوی چې محصلينو او زده کوونکو ته د سختو کوششونو په هکله راپور واوروی٠ اوس دی د زياتو ځوانانو او ماشومانو په زړونو کې يوه بېلګه ګرځيدلې ده٠ د چای چی چينګ د خطاطۍ او انځورګرۍ أثار هم کله نا کله په اړوندو نندارو کې ښودل کيږی٠

سږکال به په بيجينګ کې د اولمپيک سپورتی لوبې او د معيوبينو د اولمپيک سپورتی لوبې ترسره شی، چای چی چينګ په خاصه توګه د معيوبينو د اولمپيک سپورتی لوبو لپاره يوه سندره ليکلې چې عنوان يې دی ٌ د لمر له وړانګو سره روغبړ کوم ٌ ، د دغې سندرې شعر دی : ٌ که څه هم په پښو نشم دريدلای، خو بيا هم په خوشحالۍ سره په لار کې ګامونه پورته کوم، که څه هم د مرغه په شان نشم الوتلای، خو بيا هم غواړم چې د لمر له تود وړانګو سره روغبړ وکړم ... ٌ