<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-10 17:56:04    
د اولمپيک لوبو سپيڅلی مشال د سپکاوي وړ نه دی

cri

  په نورو هېوادونو کې د بېجينګ اولمپيک لوبو سپيڅلي مشال لېږدونې په ترڅ کې دغه مشال د اپريل په شپږمه او اوومه نېټه په جلا جلا توګه لنډن او پاريس ته ورسېد. د بريتانيا او فرانسې عامو وګړيو د بېجينګ اولمپيک لوبو د سپيڅلي مشال په اړه توده احساسات څرګند کړل. خو د تبت يو شمېر بېلتون غوښتونکيو د سپيڅلي مشال لېږدولو په بهير کې د مشال لېږدولو د مخنيوي په موخه ويجاړونکي فعاليتونه تر سره کړل. د بېجينګ او اولمپيک پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته په دې اړه معلومات وړاندې کړو.

( لومړی اواز)

د ډول دغه اوازونه چې همدا اوس مو واورېدل، د لنډن ښار د چينايانو په واټ کې غږول شوي. په دغه واټ کې په بريتانيا کې چيايانو او چيني زده کوونکيو په تودو احساساتو سره د بېجينګ اولمپيک لوبو د سپيڅلي مشال هرکلی کاوه او يو له بل سره يې خپلې خوښۍ شريکولی. د اپريل په شپږمه نېټه نه يوازي چينايانو، بلکې د بريتانيا وګړيو هم په سختو واورو کې د بېجينګ اولمپيک لوبو د سپيڅلي مشال انتظار کاوه. سره له دې چې د تبت يو شمېر بېلتون غوښتونکو د سپيڅلي مشال لېږدولو په بهير کې د مشال لېږدولو د مخنيوي په موخه زيات ويجاړونکي فعاليتونه تر سره کړل او د اولمپيک لوبو سپيڅلي مشال ته يې په سپکه سترګه کتل، خو دغه فعاليت بيا هم تر سره شو.

د تبت څلور تنه بېلتون غوښتونکيو په ويمبلي ستېډيم کې دوهم مشال لېږدونکي ته د لومړي مشال لېږدونکي له خوا د مشال ورکولو پر وخت د لېږدولو بهير د مخنيوي هڅه وکړه، خو د زياتو وګړيو د راغونډېدو له امله خپلې موخې ته و نه شو رسېدلی.دغه راز د بريتانيا پوليسو لږ تر لږه پنځه دېرش تنه ونيول. په لنډن کې د بېجينګ اولمپيک لوبو د سپيڅلي مشال لېږدولو فعاليت له اته ساعتو وروسته بشپړ شو.

په پارس کې د بېجينګ اولمپيک لوبو سپيڅلي مشال لېږدولو فعاليت هم له همدغو ويجاړونکيو فعاليتونو سره مخامخ شو. اړوندو چارواکيو د سپيڅلي مشال امنيت په نظر کې نيولو سره د اولمپيک نړيوالې کمېټې د اړوندو دودونو له مخې په خپله سپيڅلی مشال مړ کړ او د ټاکلي پلان له مخې يې په دغه ښار کې د لېږدولو بهير بشپړ کړ.

د بريتانيا او فرانسې دواړو هېوادونو پوليسو د بېجينګ اولمپيک لوبو د هرکلي لپاره زيات امنيتي تدبيرونه نيولي وو. د بريتانيان پوليسو د مشال لېږدولو په ورځ په مهمو ځايونو کې څه دپاسه دوه زره پوليس سرتېري ځای پر ځای کړي او په فرانسه کې اړوندې امنيتي څانګې د ولسمشرۍ کچې په پرتله لا لوړ امنيتي تدبيرونه نيولي چې په ترڅ کې يې د زياتو وګړيو راغونډېدو په ځايونو کې زيات شمېر پوليس سرتېري ځای پر ځای شوي وو.

دغه راز په بريتانيا او فرانسه کې چيني اوسېدونکيو او زده کوونکيو هم د بېجينګ اولمپيک لوبو د سپيڅلي مشال د هرکلي او ملاتړ لپاره تاوده احساسات څرګند کړل. په لنډن کې زيات شمېر چيني زده کوونکيو په سپيڅلي مشال پسې ځغاستل او د بېجينګ اولپميک لوبو په اړه يې ناري وهلې .

برسېره پردې، د بريتانيا او فرانسې عام وګړي د بېجينګ اولمپيک لوبو او سپيڅلي مشال په اړه صميمي او سپيڅلی احساسات لري. د بريتانيا وګړيو په لنډن کې د سپيڅلي مشال سپارلو په هر ځای کې په تودو چک چکو سره د مشال هرکلی وکړ او په پاريس کې هم زياتره فرانسوي وګړيو د تبت له بېلتون غوښتونکيو سره خپل نفرت څرګند کړ. ځينيو فرانسوی وګړيو زموږ د راډيو خبريال ته وويل چې د سپيڅلي مشال لېږدولو فعاليت د لمانځنې وړ يوه پېښه ده، خو د تبت يو شمېر بېلتون غوښتونکيو له خوا د تر سره شويو وجاړونکيو فعاليتونو له امله دغه ښه فضا زيانمنه شو.

د بريتانيا او فرانسې عامو وګړيو تاوده احساسات زړه وړونکي وو. په لنډن کې د سپيڅلي مشال لېږدونکې او په بريتانيا کې د چين سفيرې مېرمن فو ينګ د خپلې دندې له بشپړولو وروسته په خوشحالۍ سره وويل

( دوهم اواز)

موږ ډېر خوشحاله يو. د سپيڅلي مشال لېږدولو په بهير کې د لنډن زياتو ښاريانو موږ هرکلي ته لاسونه خوځول.

په پارس کې د سپيڅلي مشال لومړی لېږدونکي د فرانسې مشهور لوبغاړي ښاغلي ستيفني دياګانا وويل چې د اولمپيک لوبو سپيڅلي مشال لېږدونه په حقيقت کې د اولمپيک خوب ليږدونه ده او د اولمپيک لوبې د سولې او هيلې شريک او د بېلا بېلو وګړيو ترمنځ د متقابل درناوي فرصت دی.