<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-10 18:43:42    
د اولمپيک لوبو نړيوالې ټولنې استازيو د خپلې ژمنې د پلی کولو په اړه د چين لوړه ستاينه وکړه.

cri

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د اولمپيک لوبو نړيوالې ټولنې شپاړلسمې دورې عمومی غونډه د اپريل په نهمه نېټه په بېجينګ کې پای ته ورسيده. د دغې غونډې له اجندا سره سم دغې ټولنې د اپريل په لسمه نېټه د اولمپيک لوبو د نړيوالې کميټې له اجرايوی کميټې سره يوه غونډه تر سره کړه. زموږ د راډيو خبريال د دغې غونډې له يو شمير استازيو سره مرکه وکړه چې په پوره توګه يې د بېجينګ د اولمپيک لوبو د تياری ستاينه وکړه.

ياده شوی ټولنه د اولمپيک لوبو د نړيوالې کميټې د دوه سوه او پنځو غړيو هېوادونو او سيمو د اولمپيک کميټو له خوا جوړه شوې چې يو مهم نړيوال سپورتې سازمان ګڼل کېږي. د دغې ټولنې عمومی غونډه په هرو دوو کلونو کې تر سره کېږي. د دغې ټولنې شپاړلسمې دورې غونډه د اپريل له اوومې نېټې څخه تر نهمې نېټې پورې په بېجينګ کې تر سره شوه.د دغې ټولنې استازيو د دغې غونډې په ترڅ کې د بېجينګ اولمپيک لوبو د انتظامي کميټې کاری راپور واوريد.

د دغې ټولنې مشر ماريو وازکويز رانا زموږ له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې په٢٠٠٨ کال کې د بېجينګ د اولمپيک لوبو د تيارۍ بېلا بېل کارونه په بريالی توګه تر سره شوي دي. چين د يوې دورې غوره لوبو د تر سره کولو لپاره کوښښ کوي. ده وويل:زموږ کوښښونه دوام لري. هيله من يوو چې د بېجينګ اولمپيک لوبې

به په تاريخ کې تر نورو ډيرې غوره لوبې وي. اوسه موږ د دغې موخې تر سره کولو ته نژدی شوي يو. شک نه شته چې د بېجينګ اولمپيک لوبې به ډېرې غوره لوبې وي.

ښاغلي رانا وويل چې د دغې ټولنې د دوه سوه او پنځو غړيو هېوادونو او سيمو استازي د بېجينګ اولمپيک لوبو پلوي کوي. ځکه چې دوی د بېجينګ د اولمپيک لوبو د انتظامي کميټې د تيارۍ پر کارونو باور لري. د يو شمير هېوادونو او سيمو چارواکيو په جلا جلا توګه څرګنده کړې چې چين خپلې هغې يو لړ ژمنې پلې کړې دي چې د اولمپيک لوبو د کوربنۍ تر لاسه کولو په وخت کې يې کړې وې.

د فرانسي د اولمپيک لوبو کميټې مرستيال برنارد لاپاسيټ وويل چې د بېجينګ د اولمپيک لوبو لوبغالی د دغه هېواد د اولمپيک لوبو د کميټې په پوره خوښۍ سره دی. ده وويل: 

بېجينګ ښه کارونه کړي دي. په بېجينګ کې مې له يو شمير ځايونو څخه ليدنه کړې ده چې لوبغالی يې ډير ستر دی. باور لرم چې دغه لوبغالی به لوبغاړيو ته ښه خدمتونه برابر کړي.

په ٢٠١٦ کال کې د توکيو د اولمپيک لوبو د کورنبۍ حق د غوښتونکي کميټې مشر ايچيرو کومو باور څرګند کړ چې د بېجينګ اولمپيک لوبې به بريالی وي او هيله لري چې دوی د اولمپيک لوبو د کوربنۍ حق د غوښتنې په اړه د چين به تجربې له راجلبو ګټه واخلي . ده وويل: په ١٩٩٠ کال کې مې د جاپان د سپورتي پلاويو د غړي په توګه د بېجينګ په اسيايی لوبو کې ګډون وکړ. په هغه وخت کې مې احساس وکړ چې چين د اسيايی لوبو کلي په بېلابېلو خواوو کې ښه تياری نيولي دي. نو موږ د بېجينګ د اولمپيک لوبو د برياليتوب پر بنسټ انديښمن نه وو.

د اولمپيک لوبو نړيواله کميټه د اولمپيک لوبو د کوربه هېوادونو چاپريال ته ډيره پاملرنه کوی او د اولمپيک لوبې د چاپيريال د ساتنې او له انرژۍ څخه د معقولې استفادې په اړه لا زياتې غوښتنې کوي. د چين حکومت د اولمپيک لوبو د کوربنۍ حق غوښتنې په وخت کې ژمنه وکړه چې يوه دوره شن اولمپيک لوبې تر سره کړي. د اولمپيک لوبو د نړيوالې کميټې مشر جاک روګ څرګنده کړه چې د چين حکومت د بېجينګ اولمپيک لوبو د تياری په بهير کې د چاپيريال ساتنې په اړه ډير کارونه کړي دي چې د اولمپيک لوبو په موده کې د بېجينګ د هوا د کيفيت تامين کړي. ده وويل: د چين صنعتي چارو په تېرو شپږو او يا اتو کلونو کې چټک پرمختګ کړی دی چې له دې امله د هوا د ککړتيا په اړه يو شمير مسئلې رامنځه شوې دي. خو موږ د دغو ککړتياوو د مخنيوۍ لپاره د چين حکومت د يو لړ تدبيرونو لوړه ستاينه کوو. دغه تدبيرونه نه يوازې د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې، بلکې په اوږده موده کې د چاپيريال مسئلې په حل و فصل کې مهم رول لوبوي.