د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين د عامه امنيت وزارت وياند وو هه پينګ د اپريل په لسمه نېټه په بېجينګ کې وويل د چين عام امنيت څانګو په تېرو څو ورځو کې په بريالی توګه د زورزياتي يو شمير ترهګرو ډلو له خوا د اولمپيک لوبو ضد دوو ويجاړونکو قضيو مخنيوی کړی دی.
ښاغلي وو هه پينګ په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې وويل اوس په نورو هېوادونو کې د ختيځ ترکستان اسلامي غورځنګ په مشرۍ ترهګره ډله او ملګری يی د بېجينګ اولمپيک لوبو ضد يو لړ ترهګر کړه وړه طرحه کوي. د چين عام امنيت څانګو د روان کال له جنورۍ څخه تر اپريل پورې په جلا جلا توګه د دغې ډلې او د عبدالرحمن تورسون په مشرۍ د يو بل ترهګر سازمان له خوا د بېجينګ اولمپيک لوبو ضد ويجاړونکو قضيو مخنيوی کړی چې په ترڅ کې يی پنځه څلويښت تنه شکمن کسان نيولی دی.