په وروستيو کلونو کې د چين په جنوب ګوانګ دونګ ولايت کې په فعاله توګه د ګرځنده کتابتونونو او موزيمونو په ګډون ګرځند کلتوري خدمتي سيستم جوړ شوی او د عامه کلتوري خدمت سويه لوړ شوی چې د وګړيو مخ په زياتيدونکی کلتوري اړتياوی پوره کوی .
پخوا د پانګونو د کموالی له امله د ګوانګ دونګ ولايت د ولسوالۍ په کچه په زيات شمېر کتابتونونو کې د کتابونو شمېر زيات نه و او د کتابونو لوستلو په اړه د سيمه ايزو وګړيو اړتيا نه پوره کېده ، نو د دغې مسئلې د حل و فصل لپاره په وروستيو کلونو کې د ګوانګ دونګ ولايت هر کال د ٦ مليونه يوانو په ارزښت ځانګړی پانګه لګوي چې د ولسوالۍ په کچه کتابتونونو ته کمپيوټرونه ، د کمپيوټري اداری سيستم ، ميزونه او چوکي او څه د پاسه ١٠ زره نوي کتابونه برابر کړي . له مقرراتو سره سم ، هغه کتابونه چې بېلا بېلو ولسواليو ته برابرېږي ، بېل دی او هر نيم کال تبادله کېږي . د سيمه ايزو وګړيو په وينا دغه ډول کتابتونونه ګرځنده کتابتونونه ياديږي .
د ګوانګ دونګ ولايت د جونګ شان ښار د کتابتون مشر لي جاو چون خبريال ته وويل نه يوازی وګړي دغه شان کتابتونونه خوښوي ، بلکي د نړيوالو ملګرو له خوا هم ستايل شوي دي .
د خبر له مخې، اوس په ګوانګ دونګ ولايت کې څه نا څه ٥٠ ګرځنده کتابتونونه شته او څه دپاسه ٩ مليون تنه له دغو کتابتونونو څخه کتابونه په پور او امانت اخلي . بر سيره پر دی ګرځنده ننداری هم د ګوانګ دونګ ولايت د ګرځند کلتوري خدمتي سيستم يوه مهمه برخه ده . د دغه ولايت بېلا بېلو ځايونو د ننداری څه دپاسه يو زره او اته سوه ځرګنده ډلی جوړی کړی چې په ټاکلی وخت کې يې په غرنيو او بيوزلو سيمو کې ننداری وړاندی کړی دی . د ګوانګ دونګ ولايت د وګړيو دهنري مرکز مرستيالې مېرمن چنګ جيان اينګ وويل د دغو ډلو ننداری زيات شمېر نندارچينان راجلب کړی دی .
د خبر له مخې، د ګوانګ دونګ ولايت د څه دپاسه ٥٠ موزيمونو په راسمبالولو سره ٣٠ نندارتونونه وړاندی کړی چې ددغه ولايت په ښارونو او ولسواليو کې د ګرځندو نندارتونونو تر سره کولو له امله د وګړيو خوښي تر لاسه شوی ده .
د ګوانګ دونګ ولايت د کلتوري څانګې چارواکی دو ځوه شيانګ وويل د ګرځند کلتوري خدمتي سيستم د لا نوری بشپړتيا لپاره به په دغه ولايت کې لازيات تدبيرونه ونيول شي چې د وګړيو کلتوري اړتيا پوره شي او ددوی کلتوري حقونه وساتل شي . هغه وويل د بنسټيزو کلتوري تاسيساتو أبادی به پياوړی شي ، د عامه کلتوري چارو خدمتي برخې به پراخې شي او د عامه کلتور خدمتي محتويات به پوره شي . د ننداری او تبادلی له لاری به خلک د نامادی کلتوري ميراثونو د ساتنې په اړه خپل شعور لوړ کړي .