<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-11 18:31:30    
زهرا سبکرو وايي په خوب کې هم نه ليدل چې يوه ورځ به چين ته راشي

cri

درنو اوريدونکيو سلامونه،تاسو همدا شيبه زموږ غږ د چين د نړيوالې راډيو له پښتو خپرونې څخه اورئ،خوښ يم چې يو ځل بيا د بهرنيان په چين کې پروګرام په وړاندې کولو سره ستاسو په چوپړ کې يم،او هيله مند يم چې د خپرونې تر پايه راسره مل پاتې شئ،خوږو دوستانو څه موده وړاندې دلته په بيجينګ کې له دوه تنو بهرنيو مېرمنو سره چې اسلامي حجاب يې اغوستی و مخامخ شوم،کله مې چې هغوی وليدلې نو په لمړي سر کې راته څرګنده شوه چې بهرينان دي،ځکه چينايي مسلمانې مېرمنې بيل ډول حجاب لري،او څېره يې يو څه توپير سره لري،نو ور نږدې شوم لمړی مې سلام ورته وکړ او بيا مې په انګليسي ژبه پوښتنه ترې وکړه چې له کوم هېواد څخه راغلي دي،هغوی هم عليکم سلام راته وويل ،خو په انګليسي ژبه يې دومره زياتې خبرې نشوای کولای،او په خپل منځ کې يې په فارسي ژبه خبرې وکړې،نو ما هم په فارسي خبرې ورسره پيل کړې چې هغوی ته د حيرانتيا وړ خبر وه ،کله مو چې يو بل ته ځاونونه ور پيژندل هغوی وويل چې له ايران څخه د يوې لنډې مودې له پاره چين ته راغلي دي،وروسته تر لږ شيبې د هغوی سره دريم کس چې يوه مېرمن وه هم يو ځای شوه،چې په انګريزي ژبې هم پوهېده،نو ما د خپلې دندې او د بهرنيان په چين کې پروګرام په هکله يو څه معلومات ورکړل،او ورته ومې ويل کې که وخت ولري او خوښه يې وي چې يوه ورځ ورسره مرکه وکړم،د کور پته او أدرس مې ترې واخيستل ،دومره ليرې نه و،او وروسته تر يو څو ورځو مې د تيليفون له لارې خبر ورکړ چې غواړم ورسره مرکه وکړم،هغوی هم په ورين تندي راسره ومنله،او هماغه و چې کور ته يې له خپل يو تن بل همکار سره ورغلم او مرکې مې ورسره وکړې چې په خپل وار به يې درته خپرې کړو،

لمړی مېرمن زهرا سبکرو نومېده،کله يې چې موږ ته چای او مېوه راوړه نو خپله يې نه خوړه،موږ ورته ست وکړ،خو تر ډېر فشار وروسته يې وويل چې نن يې روژه ده،ځکه نه يې غوښتل چې خپل عبادت نورو ته څرګند کړي،له هغې څخه مې پوښتنه وکړه چې چين ته کله او په څه موخه راغلې نو په ځواب کې يې داسې وايي:

غږ ترک ٧١ ژباړه

زه چين ته د خپلې لور د ليدلو له پاره راغلې يم،زما لور دلته په پيکنګ کې کار کوي،او همدا کار لامل شو چې زه هم چين ته راشم او له تاريخي ځايونو څخه يې ليدنه وکړم .

نو ماته دا پدښتنه پيدا شوه چې که د مېرمن زهرا لور دلته په بيجينګ کې کار نه کولای ،هغې به له چين څخه د لېدنې فرصت نه وای موندلی؟همدا خبر مې هغې ته هم وکړه ،ځواب يې منفي و،ځکه د هغې په أند دا يواځنی چانس و چې له هغه څخه په ګټې اخيستنې چين ته راشي :

غږ ترک ٧٢ ژباړه

فکر کوم نه،که زما لور دلته کار نه کولای ،ښايي هيڅکله مې پيکنګ يا بيجينګ نه وای ليدلای.

مېرمن زهرا په دې هکله داسې زياتوي :

غږ ترک ٧٣ ژباړه

ما په خوب کې هم داسې فکر نه کاوه چې يوه ورځ به چين ته راشم،او تاريخي ځايونه يې وګورم،نو کله چې مې د لور د ليدلو تلوسه پيدا شوه،نو په يو تير سره دوه ښکاره وشول .

درنو اورېدونکو ښايي تاسې به هم ليدلي يا اورېدلي وي ،چې په ايران کې هم ښځې تر ډېره حده د نارينه و تر څنګ په کار او ژوند بوختې دي،خو ښايي په هغه اندازه هم نه وي چې په لويديځو هېوادونو او ياهم په يو شمېر پرمختلونکيو هېوادونو کې ليدل کيږي،مېرمن سبکرو پدې هکله وايي،په چين کې ښځې په ډېره فعاله توګه د نارينه و ترڅنګ په ورځنيو چارو کې ونډه لري،چې په ايران کې پدې کچه نده :

غږ ترک ٧٤ ژباړه

دلته مېرمنې ډېر زياتې فعالې،په زياتره پلورنځيو کې ډېری برخه پلورونکي ښځې دي،او تر منځ يې نارينه ډېر لږ ليدل کيږي،د ټکسي حتی د بس موټرونو زياتره چلونکې هم ښځې دي،أن د سړکونو او شاوخوا سيمو پاکونکي هم ښځې دي،حال دا چې په ايران کې دګوتو په شمار ښځې په داشان کارونو کې ليدل کيږي .

د مېرمن زهرا په وينا مخکې يې په ايران کې د ښوونکې په توګه دنده ترسره کوله،خو له دا دوه درې کلونو را په ديخوا له کار څخه تقاعد شوې ده چې دې کار هم چين ته په راتګ کې ډېره مرسته ورسره کړې،ځکه که يې تقاعد نه وای کړای نو د کال په دې وخت کې يې نشو کولای چې چين ته سفر وکړي،ځکه چې په دې وخت کې ښوونځي پرانيستي وي،او زده کوونکي او ښوونکي ښوونځيو ته ځي .

د بهرنيان په چين کې پروګرام درنو او محترمو اورېدونکيو نننی پروګرام په همدې ځای پای ته رسيږي،د بل پروګرام تر وړاندې کولو پورې مو په لوی او مهربانه خدای سپارم،خوښ او سوکاله اوسئ .