د سين هوا اژانس د خبر له مخې، چين د اپريل په يوولسمه نېټه په رسمی توګه د داسې ګړندی اورګاډي په توليدولو پيل وکړ چې د حرکت سرعت يې په يو ساعت کې دری سوه او پنځوس کيلومترو ته رسيږی. له دې څخه څرګنديږی چې د اوسپنيزې لارې د عصری تکنولوژۍ په برخه کې چين يو بل لوی برياليتوب تر لاسه کړی دی. په دې توګه چين په نړۍ کې په هغو لږ شمېر هېوادونو کې شامل شوی چې دغه شان ګړندی اورګاډی توليدولای شي.
د معلوماتو له مخې، اوس دغه شان اورګاډی د ډله ايز توليد پړاو ته رسيدلی دی.