<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-11 18:48:35    
مشهور کوميدی لوبغاړی ګوه تاو

cri

اته دېرش کلن ګوه تاو د چين د دولتي تياتر يو لوبغاړی دی. هغه په نولس سوه او دوه نويم کال کې د چين د ډرامو مرکزی پوهنځي د نندارې له څانګې څخه فارغ شو. د تېرې پېړۍ په نهمه لسيزه کې يې د ډېرو ډرامو په عمده ننداره کې ګډون وکړ. ده ګودوټ ته د انتظار او بالکون په نامه په هغو ډرامو کې چې د چين د مشهور ډرامه لارښوونکی مونګ جينګ هوی له خوا جوړې شوي، مهم رول لوبولی او د نندارچيانو ستاينه يې تر لاسه کړې ده. د ده ظرافت او طبيعت نندارچيانو ته يوه ژوره خاطره پرې ايښې ده.

په دوه زره او شپږم کال کې د ليونۍ ډبرې په نامه يو فلم ګوه تاو پراخ شهرت ته ورساوه. دغه فلم د چين يو ځوان فلم لارښوونکی نينګ هاو له خوا جوړ شو. ګوه تاو په دغه فلم کې د يو نامهم کس رول لوباوه چې له کوميدی رنګ څخه ډک و. د دغه فلم له لارې ګوه تاو پر يو داسې لوبغاړی بدل شو چې نوم يې په هر کور کې يادېږي.

ورپسی ګوه تاو په پرله پسی توګه د لوی فلم لومړی او لوی فلم دوهم په نامه په دوو فلمونو کې عمده رول ولوباوه. دغه فلمونه ډېر خندوونکی او غير طبيعي تفصيل لري. د ګوه تاو په أند دغه فلمونه له خندوونکو کارونو او هوښيارتياوو څخه ډک دی. ده وويل ښايي موږ هره ورځ له غير طبيعي پېښو سره مخامخ شو. دا چې په څه ډول دغه پېښې اداره شي، ورسره مخامخ شوې، د بېلا بېل کسان به بېلا بېلې نتيجې تر لاسه کړي.کله چې موږ پخوانيو پېښو ته بيا وګورو، بيا يو داسې احساس ولرو چې يادې شوی پخوانۍ پېښې ډېرې غير طبيعي وې. خو دغه پېښې زموږ تجربې دي، زموږ لپاره د هوښيارتيا په لار کې ارزښتناکې تجربې دي.

په وروستيو ورځو کې د خوشالۍ په نامه هغه ناول چې د چين د مشهور ليکوال جيا پينګ او له خوا ليکل شوی، د يو فلم په توګه برابر شوی دی. په دغه ناول کې د بزګرانو،سوالګرانو او د عامو پروژو او تاسيساتو د کااګرانو بختونه ليکل شوي. نه يوازی د دوی ستونزې بلکې هيلې او مينې يې هم په دغه ناول کې تشريح شوي دي. جيا پينګ او له ګوه تاو څخه خوښ دی او دا نظر لري چې ګوه تاو د دغو کسانو کوميدی ځانګړتياوې څرګندولی شي. ګوه تاو وويل په دغه ناول کې ليکل شوې کيسه د اوسنی چين د ټولنې استازيتوب کوي. د دغه فلم لپاره ګوه تاو خپل ټول پلانونه ځنډولي دي او اوس د دغه فلم د تيارۍ لپاره کوشش کوي. دی ډېر خوشحاله دي چې د پخوانيو رولونو په پرتله به يو توپيري رول ولوبوي. ده وويل زه تل غواړم چې بېل بېل رولونه ولوبوم. ځکه زما په أند د تل لپاره نندارچيانو ته يوازې د يو ډول او يوې بڼې څرګندول د لوبغاړيو لپاره ګټور کار نه دی. زه به سږ کال په بېلا بېلو ډولونو فلمونو او ډرامو کې ګډون وکړم چې دا به زما لپاره يوه نوی هڅه وي. خو کوميدی رول لا هم زما د کارونو يوه مهمه برخه ده.