
همدااوس مو د جواسام په نامه د تبتي اوپيرا يوه برخه واورېده. دغه اوپيرا د تبت خپلواکې سيمې په ګډون د تبتيانو په نورو اوسېدونکو سيمو کې دود ده او د سندرو او نڅا له لارې په کې يوه کيسه ويل کېږي.
په وروستيو کلونو کې په تبت کې د اقتصاد او ټولنې په پرمختګ او د ورخلاصون ګامونو په چټکتيا سره د تبتي اوپيرا په څېر ډېر ځانګړي او لرغوني هنري ډولونه بيا ژوندي شوي دي. چيجا يوه قومي لوبغاړې ده چې د دېرشو کلونو لپاره يې د تبتي اوپيرا سندرې ويلې دي. چيجا خبريالانو ته وويل
زه له خپل ماشومتوب راهيسي له تبتي اوپيرا سره مينه لرم. خو پخوا مې له خپل ځان سره سندرې ويلې او په هنري ډله کې نې له ګډون وروسته په انتخابي توګه د يو شمېر تبتي اوپيراګانو تمرين او ننداره وړاندې کړه چې د ډېرو کورنيو او بهرنيو سيلانيانو پاملرنې يې راجلب کړه. زموږ هنري ډله په پرله پسی توګه پراخېږي او زموږ عايدات هم ورسره زياتېږي. زما په أند دا د بېلا بېلو هنري ډلو جوړولو په هڅولو کې د حکومت يو لوی برياليتوب دی.
د چيجا په شان تبتي هنرمندان نه يوازی د خپلې خوښې په هنري چارو کې لاس پورې کولای شي، بلکې د ځايي حکومت تر ساتنې لاندې دي.
پنځه اتيا کلن تبتي سپين ږيري مامدوپ د پاچا ګيسر په نامه د تبتي قوم د حماسې په سندرو ويلو کې لوی لاس لري. ځايي حکومت د دغه غوره حماسي شعر د
پاتې کېدو لپاره سامدوپ ته بلنه ورکړه چې په تبت پوهنتون او د تبت د ټولنيزو علومو اکاديمۍ په ګډون بېلا بېلو علمي ارګانونو کې د حماسي شعر ويلو هنر په هکله لکچرونه جوړوی. بر سېره پردی د تبت د خپلواکې سيمې اړوند ارګانونه يادو شويو هنرمندانو ته کورونه او د ژوند مرستندويه پېسې برابروي.
پر تبتي اوپيرا او د پاچا کيسر حماسي شعر سربېره، د تبت ډېرې نورې هنري بڼې هم ساتل شوې دې. ډېر زيات کسان د تبت د دوديز کلتور د بېلا بېلو برخو راغونډولو، ترتيبولو او چاپولو په يو لړ کارونو بوخت دي چې د دغه کلتور د بېلا بېلو برخو د دوام او بڼې ساتنې ته خپل خدمتونه بر
ابروي.
د تبت د خپلواکې سيمې د ټولنيزو علومو اکاديمۍ يو څېړونکي څېرينګ پونتسوک د شلو کلونو لپاره د تبتي کلتور د ساتنې لپاره کار کړی دی. ده وويل د چين حکومت له شلو کلونو راهيسی د تبتي کلتور ژغورنې او ساتنې ته ارزښت ورکړی دی.
تبت د پوتالا ماڼۍ، نوربو لينګکا او ساګيا معبد په شمول ډېر تاريخي ځايونه او اثار لري چې ځايي دوديز کلتور او مذهبې چارې ترې څرګندېدلی شي. د تبت د خپلواکې سيمې د کلتور ادارې مرستيال شين ګاو سوه خبريالانو ته وويل د چين مرکزی او سيمه ايزو حکومتونو له ډېرو کلونو راهيسي د دغو ځايونو د ساتنې او ترميمولو په ساحو کې ډېرې پېسې لګولې دې.ده وويل
له نولس سوه او نهه څلويښتم کال څخه تر دوه زره او پنځم کال پوری د تاريخي اثارو
په ترميمولو کې پنځه سوه مليون يوانه لګول شوي دي. د چين حکومت پريکړه کړې چې له دوه زره او شپږم کال څخه تر دوه زره او لسم کال پورې په دې برخه کې نور شپږ سوه مليون يوانه ولګوي. بر سېره پردی له هغه وروسته چې د نامادي کلتوري ميراثونو د شمېرنې او ساتنې پروژه پېل شوې، مرکزي حکومت ته مود دوو برخو د نامادي کلتوري ميراثونو غوښتنليک وړاندی کړ. لومړۍ برخه يې تصويب شوې چې له مخې يې زموږ څوارلس ځايونه اوس د دولت په کچه تر ساتنې لاندې دي.
په وروستيو کلونو کې د تبت د اقتصاد او ټولنې په پرمختګ او ورخلاصون سره تبتي کلتور پر نړۍ ډېرې زياتې اغېزې کړې دي. پر همدی مهال په تبت کې د کلتوري تبادلې فعاليتونه او اغېزې هم زياتېږي. تبت په وروستيو کلونو کې نورو هېوادونو ته شل پلاوي لېږلې چې د کلتور په برخه کې په تبادلوي فعاليتونو کې ګډون وکړي.