د سن هوا اژانس د خبر له مخې د اولمپيک لوبو نړيوالې کميټې وياړي مشر خوان انتونيو سامارانچ څو ورځې مخکې د هسپانيا له خبري رسنيو سره د بېجينګ د اولمپيک لوبو په اړه د يوې ځانګړی مرکې په ترڅ کې وويل چې چين به له اولمپيک لوبووروسته نور هم پراينستل شي او دی د سياسي موخې لپاره له اولمپيک لوبو څخه له استفادې سره مخالفت کوي.
ښاغلي سامارانچ د بېجينګ اولمپيک لوبو د انتظامي کارونو لوړه ستاينه وکړه او ويی ويل چې ده په تېرو ديرشو کلونو کې په چين کې لوی بدلون ليدلی دی. د چين وګړي د خپل هېواد د اقتصاد له چټک پرمختګ څخه ګټه اخلي.