<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-12 17:10:48    
مونږ او اورېدونکی

cri

عمران – قدرمنو اورېدونكيو زما امان الله عمران سلامونه او نېكې هيلې ومنئ، له هر څه مخكې له لوى خداى نه غواړم چې روغتيا او خوشالي مو په برخه وي او هم د ژوند په چارو كې بريالي او سرلوړي وئ، د موږ او اورېدونكي پروګرام وخت رارسېدلى او زه يې د وړاندې كولو لپاره بيا هم دا دى سټوډيو ته راغلى يم، او اورېدو ته يې ستاسو هركلى كوم. نو هيله ده تر پايه راسره پاتې شئ. د اورېدونكيو له خوا بيا هم ليكونه خورا ډېر راغلي، نو ستاسو او ستاسو د ليكونو تر منځ وخت ډېر نه نيسم، نو راځي چې پروګرام پيل كړو.

- په پيل كې د اورېدونكي سليمان الدين كاكا ليك را اخلم چې د خوست ولايت د عليشېرو ولسوالۍ له يوراج كلب څخه يې را استولى دى، نوموړى ليكي: زه د چين نړيوالې راډيو ټولو كاركوونكيو ته ډېر ډېر سلامونه وايم، او هم تاسو ته د لوى اختر مباركۍ درلېږم. بيا ليكي: زه ستاسو ټول پروګرامونه په غور سره اورم او ما ته ډېر زيات خوند راكوي، خو يو څو وړانديزونه درته ليكم، هيله ده، نوموړى وايي، چې غور پرې وكړئ: لومړى دا چې تاسو بايد په افغانستان كې يو پوسټ بكس پرانيزئ چې موږ په ډاډه زړه ليكونه درولېږلى شو، دويم دا چې، نوموړى ليكي، پښتو هېنداره بايد هره مياشت خپره شي چې موږ زيات معلومات ترې ترلاسه كړو. درېيم: د پروګرام وخت ډېر كم دى، بايد دوه يا دريو ساعتونو ته وغځېږي. څلورم: يو داسې ځانګړى پروګرام بايد خپور شي چې د اورېدونيكو سپارښتنې، د هغوى په خوښه سندرې او يا هم دهغوى په خپله ژبه شعرونه په كې خپاره شي. اورېدونكى سليمان الدين كاكا خپلو وړانديزونو ته دوام وركوي او زياتوي: د چين راډيو بايد په افغانستان كې يو څو خبريالانو هم ولري چې اورېدونكي له تازه حالاتو څخه خبر شي. بيا وايي: د پښتو پر تاريخ يو پروګرام جوړ شي چې موټول له خپل تاريخ نه خبر شو او په پاى كې وايي د مسابقو پروګرامونه زيات كړئ او د تل په شان برياليو اورېدونكيو ته جايزې وركړئ.

- له كابل څخه اورېدونكي اياز پرهر يو برېښناليك را استولى دى. لومړى يې د چين نړيوالې راډيو پښتو خپرونې كاركوونكيو ته سلامونه او نېكې هيلي څرګندې كړې او بيا يې ليكلي: زه ستاسو د خپرونې يو تن اورېدونكى او د وېبپاڼې كتونكى او لوستونكى يم. اورېدونكي پرهر بيا د چين د دوو غونډو ملي ولسي كانګرس او سياسي مشورتې كنفرانس په اړه ليكلي: د ملي ولسي كانګرس او سياسي مشورتي كنفرانس دواړه غونډې بايد د خلكو ژوند ته پاملرنه وكړي، كه چېرې په يو هېواد كې، نوموړى ليكي، د خلكو ژوند ښه وي هغوى كولى شي د اقتصاد په پرمختيا كې فعاله ونډه ولري. اورېدونكى پرهر وړاندې ليكي: نن چې چين دومره پرمختګ كړى د خلكو پر مټ او د ښه حكومت كولو له مخې دى، بل دا چې، دى زياتوي، خلك كولى شي د چاپېريال ساتنه وكړي، كه خلك پام ونه كړي نو چاپېريال په خپل سر نه شي ساتل كېدى او هم ټولنه په خلكو ابادېږي، نو زما نظر دا دى، اياز پرهر ليكي، چې د خلكو د ژوند ښه والى تر ټولو مهمه چاره او دنده ده چې چارواكي بايد پاملرنه ورته وكړي.

- بيا هم د خوست ولايت د عليشېرو ولسوالۍ په جونو غونډۍ كې له يوراج كلب څخه اورېدونكي رفيع الله رفيع ليك را استولى، له سلامونو او نېكو هيلو وروسته يې ليكلي: زه ډېر خوشاله يم چې زموږ كلب ډېر پرمختګ كړى او په لومړيو پنځو كلبونو كې راغلى دى. زه غواړم، نوموړى زياتوي، چې تاسو ته ډېر په زړه پورې مطالب، ډول ډول شعرونه، متلونه او ټوكې ټكالې درولېږم، او پردې سربېره غواړم له تاسو سره هر ډول همكاري وكړم، پاك خداى دې وكړي چې زه ستاسو يو تكړه همكار شم، زه به ان شاء الله په خپلو راتلونكيو ليكونو كې بېلا بېل مطالب در واستوم. اورېدونكي رفيع الله رفيع د خپل ليك په پاى كې يو شعر هم را استولى چې يو څو بيتونه به يې ولولو:

سره ګلان چې د سپرلي په غوړېدو شي خـــوشالۍ نه بلبلان په خـــــــندېدو شي

چې ساتنه د ګلــــــــــبڼ نه شي كــــــــــولى دا ماليار دې په سيندونو كې لاهو شي

بې له ياره ژوند مشكل دى په دنيا كـې ډېر تســـــل د هـــــــر مـــــين په ديدنو شي

نو ګرانه اورېدونكيه رفيع الله خانه، ليك مو دې دا دى د شعر له يو څو بيتونو سره درته خپور كړ، موږ به ستا نورو ليكونو او ستا له ژمنې سره سم ستا په زړه پورې مطالبو او خبرو ته سترګې په لار وو.

- دغه بل ليك را اخلم چې د صوبه سرحد په مانسهره كې له اچړيانو څخه اورېدونكي محمد عارف را استولى دى. ده خپل ليك په اردو ليكلى، او له سلامونو وروسته يې ليكلي: دوه كاله كېږي چې زه ستاسو د چين نړيوالې راډيو اردو خپرونه اورم. زموږ د سيمې خلك، نوموړى وايي، د سي آر آى راډيو خپرونې په ډېره خوشالۍ اوري. زموږ تر څنګ د افغانانو يو كمپ دى، ما د پښتو خپرونې د ليك لېږنې دغه پاكټ له هغوى نه ترلاسه كړ، خو زما په پښتو ليك ليكل نه دي زده. اورېدونكى عارف زياتوي: زه اوس په اتم ټولګي كې زده كړه كوم او په عمر پنځه لس كلن يم. د ډېرو خبرو ليكل مې نه دي زده، د چين له نړيوالې راډيو سره ډېره مينه لرم او په ډېر شوق سره يې اورم. موږ له سي آر آى څخه نوي نوي معلومات ترلاسه كوو. اورېدونكى عارف په پاى كې ژر تر ژره د خپل ليك د ځواب غوښتنه كوي او وايي كه تاسې د پښتو پروګرام واله زما اردو ليك نه شئ لوستئ نو اردو پروګرام ته يې وركړئ.

- دغه بل ليك را اخلم چې خورا لنډ دى، د پنجاب له ګوجرانوالې څخه سعيد شيخ را استولى دى. لومړى يې د پښتو خپرونې همكارانو او بيا اورېدونكيو ته سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: په پښتنه مينه دغه ليك درته ليكم. له رفيع الله مندو خېل څخه ډېره مننه كوم چې ما ته يې ستاسو پته او هم د پروګرام په اړه بشپړ معلومات راكړل. زه دلته په خپله سيمه كې، اورېدونكى سعيد شيخ، د خپل ليك په پاى كې وايي، د صادراتو او وارداتو په وزارت كې كار كوم. د چين ولسي جمهوريت دې تل ژوندى وي. همدې ته ورته دغه بل ليك هم خورا لنډ دى، خو بيا د پاكستان د سند ولايت له دادو سيمې څخه دلدار احمد لغاري را استولى دى، ده هم له خپلو ملګريو سره يو ځاى پښتو خپرونې ته سلامونه ويلي او ليكلي يې دي: زه د چين نړيوالې راډيو له پښتو خپرونې سره ډېره مينه لرم، او تل يې بېلا بېل پروګرامونه او اورم، دى هم وايي، له قدرمن رفيع الله مندو خېل څخه مې ستاسې پته ترلاسه كړه او دا دى تاسو ته ليك در استوم. پښتو هېنداره ډېره ښكلې ده، په زړه پورې مطالب په كې خپروئ او زما ډېره خوښېږي.

- بيا هم د افغانستان له خوست ولايت څخه دغه دوه رارسېدلي ليكونه را اخلم چې اورېدونكيو هر يو فراز الدين او احسان الله سمسور صبري را استولي دي. دوى دواړو د پښتو خپرونې كار كوونكيو ته سلامونه ويلي، بيا به دلته د اورېدونكي فراز الدين خبرې راواخلم چې وايي: زه نن ډېر خوشاله يم چې تاسو ته ليك درلېږم، ما چې كله ستاسو له راډيو خپل ليك واورېد نو ډېر خوشاله شوم، زه غوام، نوموړى زياتوي، چې تاسو ته نور ليكونه هم در واستوم، ستاسو راډيو په ډېر شوق سره اورم، او هم ډېره مينه ورسره لرم. او اورېدونكى احسان الله سمسور صبرى بيا په خپله سيمه كې د غونډې يادونه كوي او وايي: نن يكشنبه ده، موږ يوه غونډه تر سره كړه چې د يوراج كلب ټولو غړيو او هم د كلي نورو خلكو په كې ګډون كړى و. هر يو په خپل وار سره، نوموړى زياتوي، ويناوې وكړې او شعرونه يې ولوستل او له غونډې څخه يې، دى وايي، خوند واخيست. د غونډې كوربه، نوموړى وايي، محمد شفيق مقاليديار و. اورېدونكى احسان الله سمسور صبرى د ليك په پاى كې د خپلو ملګريو هر يو فريد رحمن، اصف رحمن او غازي رحمن نومونه ليكلي او دوى ته سلامونه وايي.

- درنو اورېدونكيو، ستاسې له خوا رارسېدلي ليكونه مو ولوستل، اوس به موسيقۍ ته نوبت وركړو، نو راځئ چې دا ځل د نغمې په غږ دغه سندره واورو.

- درنو اورېدونكيو د نغمې سندره مو واورېده، د موږ او اورېدونكي پروګرام هم ورسره پاى ته رسېږي، كه غواړئ دغه پروګرام، د اوونۍ په ترڅ كې د بېلا بېلو ورځو خپرونې او دغه راز زموږ نور پروګرامونه واورئ، نو پر انټرنېټ د پښتو خپرونې وېبپاڼه پرانيزئ او د خپلې خوښې پروګرام ولولئ او واورئ او هم بېلا بېل معلومات ترلاسه كړئ.

هيله ده زموږ سره د خپلو نظرونو شريكولو او خپرونې په اړه د وړانديزونو لپاره زموږ د برېښنا ليك په دې پته تماس ونيسئ: pushtu@chinabroadcast.cn

او كه غواړئ چې د ليك له لارې زموږ سره تماس ونيسئ نو كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اوونۍ ما امان الله عمران ته اجازه راكړئ، په لوى څښتن مو سپارم، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.