د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د بېجينګ اولمپيک لوبو ځانګړې الوتکه د اپريل د يوولسمې نېټې په شپه د ارجنټاين له پلازمېنې بوينوس ايرس څخه په بهر کې د سپيڅلي مشال لېږدولو اتم تم ځای د تانزانيا پلازمېنې دار السلام ته وخوځېد.
بوينوس ايرس په بهر کې د بېجينګ اولمپيک لوبو د سپيڅلي مشال لېږدولو اووم تم ځای و. په دغه ښار کې د سپيڅلي مشال لېږدولو فعاليت دوه نيم ساعته دوام وکړ او اتيا تنه مشال لېږدونکيو په کې ګډون درلود.