د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين سپورتي چارو عمومي ادارې مرستيال څوی دا لين د اپريل په يوولسمه نېټه په بېجينګ کې څرګنده کړه د چين سپورتي پلاوی به د بېجينګ اولمپيک لوبو په اته ويشتو پروګرامونو کې ولوبېږي او د لوبغاړيو شمېر يې پنځه سوه اتياو ته ورسېږي چې د ګډون پروګرامونو او لوبغاړيو شمېر به يې د پخوا په پرتله زيات وی.
نوموړي په همدې ورځ خبريالانو ته وويل چې اوس د چين لوبغاړي له تېنس پرته په اوويشتو پروګرامونو کې د ګډون حق تر لاسه کړی دی.