<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-13 17:31:52    
دسون وی ليانګ له خوا ويل شوی سندری

cri

ګرانو اورېدونکو، سون وی ليانګ د چين يو مشهور سندرغاړی دی ، هغه د ٢٠٠٨ کال د بېجينګ اولمپيک سپورتي لوبو لپاره يوه ځانګړی سندره ويلی چې نوم يې دی سپيڅلی مشال . اوس به موږ په ګډه دغه سندره واورو .

ګرده نړۍ د اولمپيک سپورتي لوبو د مشال لېږدونو فعاليت ته پاملرنه کوی ، دغه مهال د اولمپيک روحيې او د چيني کلتور د خپرولو لپاره يو ښه فرصت دی ، ځکه چې د اولمپيک لوبې يوه لويه سپورتي غونډه ده او د بشري ځواک څرګندونې يو پراخ ډګر دی .

٣٩ کلن سون وی ليانګ د چين په شمال ختيځ کې په يوه بزګره کورنۍ کې زېږېدلی دی . سون وی ليانګ د چين د سمندری ځواکونو د هنري ډلې يو سندرغاړی په توګه کله کله له بېلا بېلو ټاپوګانو څخه ليدنه کوي . ده د سمندري ځواکونو سرتېريو د احساساتو له پېژندنې وروسته د دوی د ژوند په اړه زيات شمېر سندری ويلی دی. اوس به موږ په ګډه د سون وی ليانګ له خوا يوه ويل شوی سندره واورو چې نوم يې دی د لومړۍ ځل لپاره پر سمندر باندی کار کوي .

په ٢٠٠٨ کال کې به د اولمپيک سپورتي لوبې په بېجينګ کې تر سره شي ، سون وی ليانګ د اولمپيک مشال د هرکلی لپاره يوه سندره جوړه کړی ده . ده وويل که څه هم د مشال لېږدونې په فعاليت کې به ګډون و نه کړي ، خو د سندرو ويلو له لاری به د اولمپيک روحيه خپروي . د پروګرام په پای کې به موږ په ګډه د سون وی ليانګ له خوا يوه ويل شوی سندره واورو چې نوم يې دی د هوانګ هه سيند مور .

ګرانو اوريدونکو، د خوندورو سندرو په اورېدو سره د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام نننۍ کړۍ په همدي ځای پاي ته ورسېده ! روغ او خوشحاله اوسئ!